افغانستان او چین د صادراتو، زراعتي همکاریو او ترانزیټ د پراخوالي ژمنې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اداري معین مولوي احمدالله زاهد تېره ورځ د چین د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او زراعتي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ليدنه وکړه.
د چین د ګمرکونو مرستیال وویل، چې هېواد یې د افغان صادراتي توکو لپاره د ګمرکي تعرفو معافیت ورکړی او زیاته یې کړه چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفيت لري زياته يې کړه که څه هم چین قرنطیني معیارونه لري، خو د دغو شرایطو په پوره کولو کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.
د صنعت او تجارت وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لوري له چین څخه وغوښتل چې د صادراتي توکو پر VAT مالیه راکمه کړي، د زراعتي تفاهمنامې لاسلیک ته چټکتیا ورکړي، او د افغاني موټرو او هوايي شرکتونو لپاره د چین بازار ته د تګ شرایط اسانه او اجازه ورکړي.
چيني چارواکي ډاډ ورکړ چې دا وړاندیزونه به د دیپلوماتیکو لارو څېړل کېږي او تر ممکنه بریده به پلي شي.



