امریکا کې د افغان ژباړن وژنه؛ لفظي شخړه تر مرګه ورسیده: “هره ورځ مرګ تجربه کوم،کاش له (طالبانو) سره مې کار کړی و”

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د امریکا په فرفکس ښار کې د یوه افغان پخواني ژباړن او پولیسو تر منځ لفظي شخړه د مرګ په نښته واوښته.
راپورونه وايي چې جمال ولي، چې د امریکا د پوځ لپاره یې د ژباړن په توګه کار کړی و، د پولیسو له خوا د ترافیکي سرغړونې له امله ودرول شو.
د پولیسو په خبره، نوموړي خپل جرم ونه مانه او شخړه تر تاوتریخوالي ورسېده. جمال ولي تفنګچه راوویسته او پر دوو پولیسو یې ډزې وکړې، چې یو یې د لاس او بل پر مټ ټپي شول.
درېیم پولیس د ځوابي اقدام په ترڅ کې پر جمال ولي څلور مرمۍ وویشتې، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شو. هغه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د عیني شاهدانو له قوله، جمال ولي د لفظي شخړې پر مهال تر سخت فشار لاندې او خپګان باندې خبرې کولې.
هغه په قهرجن انداز خبرې کولی ويل يې: “نه درکوزېږم، ولاړ شئ بش یا ټرمپ راولئ، زما لپاره کار نشته، معاش نه راکول کېږي، د موټر چلولو جواز مې اخیستل شوی ځکه د بیمې پیسې نه شم ورکولی… زه نه شم کولی بېرته خپل هېواد ته لاړ شم، ځکه ما له امریکایي پوځ سره کار کړی دی. دلته مو راوستلم خو هره ورځ مرګ تجربه کوم، کاش له (طالبانو) سره مې کار کړی و.”

مربوطه مطالب

Back to top button