په هرات کې د ښوونیز کال له پیله ۴۳ نوي ښوونځي تأسیس شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د هرات د معارف ریاست چارواکي وایي چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۴۳ نوي دولتي او خصوصي ښوونځي تاسیس شوي دي.
د دغه ښوونځيو له جوړېدو سره، زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده. د معارف مسولين زیاتوي چې د نوو ښوونځیو لپاره د زده‌کړیزو امکاناتو، درسي تجهیزاتو او اړین انساني ځواک د برابرولو هڅې لا هم روانې دي.
په دغو نویو تاسیس شوو ښوونځیو کې ۵ دولتي او ۳۸ خصوصي ښوونځي شامل دي، چې د هرات ښار ترڅنګ په انجیل، گذره، کرخ، پشتون زرغون، اوبه، رباط سنګي، گلران او شینډنډ ولسوالیو کې یې فعالیت پیل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button