غزه کې د اعدامونو لړۍ؛ حماس غورځنګ ۹ تنه اسرائیلي جاسوسان په دار ځړولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ، حماس، اعلان کړی چې د غزه یې نهه تنه فلسطینیان د اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام کړي دي.

په اعدام شویو کسانو کې د “الفتح” ګوند یو شمېر فعالان هم شامل دي، چې د راپورونو له مخې د اوږدې مودې راهیسې یې د اسرائیلو لپاره د معلوماتو راټولولو چارې پرمخ وړلې.

د حماس د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا کسان د قانوني مراحلو او ثبوتونو له بشپړې ارزونې وروسته محاکمه او په دار ځړول شوي دي. د وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغو کسانو کړنې د فلسطین د ملي امنیت او د مقاومت پر ضد مستقیم ګواښ بلل شوی دی.

یاد اعدامونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسرائیلو او حماس تر منځ د تاوتریخوالي نوې څپه پیل شوې، او حماس وايي، د داخلي امنیت ټينګښت لپاره به له هېڅ ډول قانوني اقدام څخه ډډه ونه کړي.

د فلسطین د آزادۍ دیموکراتیک سازمان “الفتح” بیا د دغو اعدامونو پر مشروعیت نیوکې کړې او دا یې د سیاسي اختلافاتو پایله بللې ده.

حماس اسلامي حرکت چې له ۲۰۰۷م کال راهبسې غزه اداره کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د داخلي جاسوسانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، او وایي هر هغه څوک چې د دښمن سره همکاري کوي، له سختې سزا سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button