کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع وايي، چې د دوی توغندیز ځواک د یافا په اشغال شوې سیمه کې د اللد هوايي ډګر په نښه کړی، چې له امله یې په دغه ډګر کې ګډوډې رامنځته شوې ده.
سریع زیاتوي، دا بریدونه د غزې پر مظلومو خلکو د صهیونیستي ترهګر ريژیم د روانو ظلمونو په غبرګون کې ترسره شوي. هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې اړ دی تر څو د فلسطیني ملت په ملاتړ خپل ځپونکي عملیات ترسره کړي.
هغه وویل: «موږ ټینګار کوو چې د اللد او بن ګوریون هوايي ډګر ته د هوايي تګ راتګ بندیزونه به دوام لري.»
سریع ادعا کړې، چې د بندیزونو له امله یې د ډېرو نړیوالو شرکتونو د پروازونو مخنیوی کړی او د دوی بریدونو د صهیونیست ريژیم پر هوايي ترافیک ډېر اغېز کړی دی.


















