کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د یکشنبې په ورځ د څارویو د خطرناکې ویروسي ناروغۍ “طبق” یا “د پښو او خولې” د مخنیوي په موخه د ملي او نړیوالو همکارو ادارو سره همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې یادې ناروغۍ په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې پراخې پېښې ثبت شوې، چې د څارویو او مالدارۍ سکتور ته جدي اقتصادي ګواښ پېښوي.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، که د دې ناروغۍ پر وړاندې بېړني اقدامات ونشي، د هېواد د اقتصاد یوه لویه برخه به له سخت زیان سره مخ شي.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسني وايي دا ناروغي، چې پخوا به محدوده وه، اوس پراخه شوې او یوازې د دولت له لوري نهشي کنټرولېدلی زیاتوي د “طبق” د کنټرول لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه ترتیب شوي دي، چې د همکارو بنسټونو په مرسته به عملي کېږي.
په غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO)، ورلډ وېژن، اکټېډ، افغان ایډ، د آغاخان بنسټ، اروپايي اتحادیې، نړیوال بانک، WFP، UNDP او ګڼو نورو مؤسسو استازو ګډون کړی و. دغو ادارو د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د څارویو د روغتیا لپاره به له افغان دولت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.


















