حماس: د یمني ځواکونو بریدونو وښوده چې د امت ژور احساس او ایماني مسؤولیت لا هم ژوندي دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د یمن د وسله‌والو ځواکونو او د انصارالله اسلامي حرکت له لوري د ملاتړ دوامداره عملیات ستایلي او د اللد هوايي ډګر وروستي توغندیز برید ته یې درناوی څرګند کړی دی.

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د یمن د ملت ارزښتناک، اصیل او دروند دریځ ستایو، هغه ملت چې واټنونه یې د فلسطین له مظلومو خلکو سره د یووالي او ملاتړ مخه نه ده نیولې.»

د حماس په وینا، یمن د غزې د مظلوم ملت ترڅنګ د درېدو له لارې یو ځل بیا ثابته کړه چې د امت ژور احساس او ایماني مسؤولیت لا هم ژوندي دي.

دغه غورځنګ له ټولو اسلامي هېوادونو، د امت له بیلابیلو برخو او د نړۍ له آزادو انسانانو غوښتي چې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د غزې د محاصرې او تباهۍ د جګړې د بندېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button