په غزني ښار کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پراختيايي پروژې پيل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

په غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د څلورو پرمختيايي پروژو چارې پیل شوې چې ټول لګښت یې څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ کېږي. دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ، د UNOPS موسسې له لوري او د غزني ښاروالۍ په همکارۍ پلي کېږي.

د ښاروالۍ مسلکي امر فضل احمد مدني د پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، یادې پروژې د ښار د اولې، څلورمې او پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د درو کانکریټي سړکونو او یو استنادي دېوال جوړولو ته ځانګړې شوې دي.

د مدني په وینا، د درې واړو سړکونو مجموعي اوږدوالی ۱۲۰۰ متره او سور یې ۷ متره دی، چې د درو میاشتو په موده کې به بشپړ شي. همداراز دوه استنادي دېوالونه چې ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او ۱.۵ متره سور لري، د قلعه امیر محمد خان او توحید آباد په سیمو کې جوړېږي. د دغو پروژو له لارې به د ورځې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.

 دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د غزني ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاروالۍ له لوري د نورو سړکونو د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button