کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د روسیې پوځي چارواکو ویلي، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د کورسک سیمې د سفر پر مهال د نوموړي پر هلیکوپټر د اوکراین له لوري د بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه شوي دي.
دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۴مه) هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پوتین د کورسک سیمې د وضعیت ارزولو لپاره هلته تللی و.
د تاس خبري اژانس ليکي، د روسیې د هوايي دفاع قوماندان یوري داشکین اعلان کړی، چې روسي ځواکونو د پوتین د هلیکوپټر د خوندیتوب لپاره دفاعي عملیات ترسره کړي او دغه بریدونه یې شنډ کړي دي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې روسي ځواکونو پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو تر ټولو لوی برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواکونو په وینا، روسیې د یکشنبې په شپه ۳۶۷ بې پیلوټه الوتکې او توغندي وکارول، چې د جګړې په تاریخ کې تر ټولو لوی هوايي برید بلل شوی دی. دغه بریدونه د اوکراین پر پلازمېنه کییف او نورو ۱۳ سیمو کې ترسره شوي، چې پکې درې ماشومان هم وژل شوي دي.
د اوکراین چارواکو تر اوسه د پوتین پر هلیکوپټر د برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.


















