د لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې څلور ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

کابل ټکی کام (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۲مه)

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت به په ټول هېواد کې څلور ورځې عمومي رخصتي وي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه رخصتي د رسمي هجري شمسي کلیزې له مخې د عرفې د مبارکې ورځې وروسته پیلېږي، چې سږکال د جمعې ورځې سره برابره ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د لوی اختر د اخترۍ ورځې په شمول به څلور کاري ورځې د رخصتۍ په توګه په ټول هېواد کې تطبیق شي، او دولتي ادارې به په همدې موده کې تړلې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button