کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله آغا د پکتیکا ولایت د سفر پر مهال د دغه ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې د ۱۵ ښوونځیو ودانۍ پرانیستلې. یادې ودانۍ چې د تېر کال راهیسې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې، د پوهنې وزارت د همکارو ادارو په مالي ملاتړ رغول شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه ودانۍ د نوې او معیاري طرحې له مخې جوړې شوې دي چې درسي ټولګي، اداري خونې، تشنابونه، د څښاک پاکې اوبه او د برېښنا سیسټمونه لري.
د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې سرپرست وویل چې د ودانیو جوړول یواځې لومړی ګام دی، بلکې د زده کړې د کیفیت لوړول، د ښوونکو روزنه او د درسي وسایلو برابرول د وزارت اساسي موخې دي.
د پکتیکا ولایتي چارواکو دا اقدام مهم پرمختګ وباله او د پوهنې ریاست وویل چې دغه ښوونځي به د ولایت په تعلیمي وضعیت کې مثبت بدلون راولي.