حماس: پر مسجد الاقصی د صهیونیستانو یرغل د اسلامي هویت د له‌منځه وړولو هڅه ده

کابل ټکی کام ( دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۴)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وايي چې پر مسجد الاقصی د صهیونیستي ترهګر ريژیم پرلپسې یرغلونه د دې مقدس ځای د اسلامي او عربي هویت د له منځه وړولو په موخه ترسره کېږي.

حماس دا څرګندونې په یوه رسمي اعلامیه کې کړې، چې پکې ویل شوي: د اشغالګرو ځواکونو تر سخت امنیتي ملاتړ لاندې ګڼ شمېر یهودیان د مسجد الاقصی انګړ ته ور ننوتل او هلته یې « پارونکي تملودي مراسم» ترسره کړل.

په اعلامیه کې دغه کار د نوې جنایت په توګه یاده شوی او ټینګار شوی چې دا کړنې د یهودي‌سازۍ له هغو پلانونو سره تړاو لري چې د صهیونیستي رژیم له خوا په اشغال شوي قدس ښار کې عملي کېږي.

حماس زیاته کړې: «اشغالګر رژیم هڅه کوي چې د قدس عربي هویت له منځه یوسي او پر مسجد الاقصی بشپړ تسلط ترلاسه کړي.»

دغه غورځنګ د لوېدیځې غاړې، قدس او د اشغال لاندې فلسطیني سیمو له ولسونه د لا پراخ مقاومت کولو او د مسجد الاقصی پر وړاندې د صهیونیستي پلانونو د شنډولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د مسجد الاقصی د مکاني او زماني وېش د هڅو د ناکامولو لپاره پراخ ولسي حضور اړین دی.

حماس له عربي او اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان (OIC) او د عربو له اتحادیې غوښتي چې د اشغالګرو د تېريو پر وړاندې بېړنۍ او جدي اقدام وکړي او پر فلسطیني ملت روان نسل‌وژونکي جنګ ته د پای ټکی کښېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button