جهاد طه: اسلامي نړۍ دې د اسرائیلو د ظلمونو درولو لپاره جدي اقدام وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سياسي دفتر وياند، جهاد طه، د يوې اعلاميې له لارې د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د غزې له مظلومو خلکو سره د همدردۍ او ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي.
جهاد طه وويل: «موږ له خپل اسلامي امت نه غواړو چې د صهیونيستي رژيم د يرغلونو د بندولو، د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ او د مقاومت د پياوړتيا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
نوموړي زياته کړه چې د فلسطينيانو مقاومت يوازې د فلسطيني ملت مسؤوليت نه دی، بلکې دا د ټول اسلامي امت ګډ مسؤليت دی. هغه پر اسلامي حکومتونو، مدني ټولنو، علماوو، رسنيو او عامو خلکو غږ وکړ چې نور بايد د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د حماس وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې صهيونيستي ځواکونو يو ځل بيا د غزې پر محاصره شوي ښار سخت بریدونه پيل کړي، چې له امله يې لسګونه بېګناه خلک شهیدان او ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د فلسطيني مقاومت مشران تل پر اسلامي نړۍ غږ کوي چې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو لارو د صهیونيستي رژيم پر وړاندې فشار زیات کړي.



