اسلامي جهاد: ځواکونو مو خان یونس کې پر اسراییلي پوځیانو خونړي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې، القدس لېوا اعلان کړی چې د غزې په سوېلي برخه کې یې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو پر یوې ډلې خونړی برید ترسره کړی دی.
د یادې ډلې په وینا، دا برید تېره شپه هغه مهال ترسره شو، کله چې اسراییلي ځانګړو ځواکونو هڅه کوله د خان یونس ښار سوېل ختیځ ته نږدې، د ګمرک پولیسو سیمې ته ننوځي، په خبرپاڼه کې راغلي:
> «زموږ مجاهدینو د اشغالګرو د پرمختګ هڅه له نږدې څارله، او د هغوی د ننوتو سره سم مو پر هغوی برید وکړ، چې له امله یې دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.»
القدس لیوازیاته کړې چې د برید لپاره یې مختلفې وسلې کارولي، چې پکې خفیفې وسلې، لاسي بمونه، او راکټونه شامل وو. دغه پوځي ډله وايي چې د دوی مجاهدین تر برید وروسته بېرته خوندي ځایونو ته ستانه شوي دي.
تر اوسه د اسراییلي پوځ له لوري د دغې پېښې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودل شوی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې سوېلي برخه، په ځانګړي ډول د خان یونس اړوند سیمو کې د مقاومت ځواکونو اوصهیونیستي پوځ ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د یادونې ده چې د روانې جګړې له پیل راهیسې د اسلامي جهاد غورځنګ له حماس حرکت سره یوځای د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی، او وخت پر وخت د اسراییلي ځواکونو پر ضد ځپونکي عملیات ترسره کوي.



