عبدالمالک حوثي: د غزې لپاره شهادت ته چمتو یم

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر، عبدالمالک حوثي، د فلسطین له مقاومت سره د یووالي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دی چمتو دی د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ په لاره کې شهادت ومني.

حوثي، چې د یمن له پلازمېنې صنعا څخه یې ولس ته وینا کوله، څرګنده کړه:

> “زه چمتو یم چې خپله وسله واخلم، د غزې د خلکو تر څنګ ودریږم، د دوی لپاره به خپله وینه ورکړم. دا زما لپاره ویاړ دی.”

نوموړي د فلسطین قضیه د اسلامي امت د ایمان ازموینه یاده کړه او وویل چې د غزې محاصره او وحشیانه بریدونه یوازې د فلسطین نه، بلکې د ټول امت د خاموشۍ پایله ده.

حوثي له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې له فلسطیني مقاومت سره عملي مرسته وکړي. هغه زیاته کړه:

> “دا د امت د غفلت وخت نه دی. که موږ د غزې د ماشومانو ژړا ته غلي پاتې شو، سبا به موږ هم د همدې برخلیک سره مخ شو.”

د انصارالله مشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د اسراییلي رژیم پر ضد د پوځي اقدام چمتووالی هم اعلان کړ. هغه وویل چې د یمن توغندويي ځواکونه او بې‌پیلوټه الوتکې د هر ډول ماموریت لپاره تیار دي.

یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د غزې پر ضد د اسرائیلو وحشیانه بریدونه لا هم دوام لري، او له حماس سره د انصارالله غورځنګ اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button