جبالیا کې د حماس برید؛ صهیونیستي ريژیم د خپلو ۳ تنو پوځیانو د وژل کېدو پخلی وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
غزه: د صهیونیستي رسنیو له راپورونو سره سم، درې تنه اسرائیلي عسکر چې د ګیواتي لېوا (تیپ) پورې یې تړاو درلود، د غزې په شمال کې د جبالیا کمپ ختیځ لور ته د فلسطیني مقاومت په یوه برید کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا عسکر هغه مهال ووژل شول چې د مقاومت ځواکونو لومړی یو چاودېدونکی توکي وچاوه او ورپسې یې یو توغندی د یادې سیمې پر لور وتوغاوه.
سرچینې وايي، په دغه برید کې یو شمېر نور عسکر ټپیان شوي هم دي؛ خو د ټپیانو کره شمېر او حالت یې نهدی څرګند کړی.
د یادونې وړ ده چې د غزې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده او د مقاومت ډلو له خوا د اشغالګرو پوځیانو پر وړاندې بریدونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.



