صلاح الدین رباني دخپل پلار یادونه تازه کړل

لیکوال : ابومحمد ‎( رحماني )  

افغانستان تقریبا له څلور لسیزو راپدېخوا دجنګ په ډګر بدل شوی دنړۍ هرطاغوتي هېواد او لښکر زمونږ هېواد ته زمونږ دوژلو لپاره راغلی زمونږ هېوادوال  اوس هم دجګړې په اورکې سوزي هره ورځ مو په هېوادکې  دوېر ټغر خپور وي داشغالګرو له خوا په ودونو جنازو بازارونو کلو اوبانډو باندې ړنده بمباري کېږي افغانان په دې نه پوهېږي چې مونږ په کوم جرم وژل کېږو ؟ په تېرو پنځه لس کلو کې افغانانو داسې مشر پیدانه کړ چې ددوی فریاد واوري اوهېواد ته سوله راولي اشغالګر له هیواده وشړي په هېوادوالو ترحم وکړي حکومت له  فساد څخه خلاص کړي دهېواد دآبادۍ او پرمختګ لپاره کاروکړي .

دحکومت ټول مشران داشغالګرو په ظلم وحشت او ړندو بمباریو چپه خوله ناست دي . بلکې ځېنې خویې په پلوۍ دلائل وایې . له اشغالګرو موځکه ګیله نشته چې هغوی خو زمونږ دعقېدې ، هېواد، ناموس  ، خپلواکۍ ، ابرو،  اوعزت  دښمنان دي ګیله له  هغه چا کوو څوک چې ځانونه افغانان اودهېواد اوملت خواخوګې بولي . هغه حکومتي چارواکي چې کورنۍ یې له هېواده بهر ژوند کوي اولادونه یې داروپا په پوهنتونونو کې زده کړه کوي په خوار اوغریب ملت به یې څرنګه زړه درد وکړي ددې په ځای چې له اشغالګرو څخه دملت په وړاندې دجنایتونو پوښتنه وکړي . دتیم په سر لاس راکش کړي دملت سر، مال ، ناموس ، اوحیا دساتنې لپاره هلې ځلې وکړي ددې په ځای دوی داشغالګرو امریکایانو دوحشي فوجیانو دزیاتیدو غوښتنه کوي آیا افغانان به داسې خلک په خپله مشرۍ ومني ؟ آیا افغانان به داسې خلکو ته ددوست په سترګه وګوري ؟ آیا افغانان به نور ددې ګوډاګیانو دسولې شعارونه رښتیا وبولي ؟ که داغوښتنه په حکومت کې موجوده پرديپالوپه غرب کې لوی شوو سګ شویانو کړې وای بیاهم دومره دنا امېدۍ خبره نه وه خوداچې داغوښتنه ددوی په اصطلاح دیو جهادي رهبر دځوی له خولې راوځې اویو وار بیا له هېواد اوملت سره هغه جفا تکراوي کومه چې په هېواد دامریکانو دیرغل په پیل  دده پلار برهان الدین رباني له  همدې اشغالګرو امریکانو څخه کړې  وه چې په دې هېواد باید لوی بمونه  وغورځول شي ترڅو ډېر هېوادوال ووژل شي . له همدې امله دنوموړي په حق کې دډېرو افغانانو په ژبه دمرحوم کلمه هم نه راځي اونه ورته دچاپه ژبه ددعاء کلمات راځي  .

خوداچې دده داغوښتنه به دده په شخصیت څه ډول اغیز ولري اوپایلې به یې څه وي ؟

زماپه آندله دې غوښتنې سره ده له خپل هېواد اوهېوادوالو سره ددښمنۍ ثبوت وړاندې کړ اوخپل ځان یې دامریکانو دګوډاګیانو په لمړي قطار کې راوست  اودخپل پلار لوی رباني په قدم یې قدم کېښود. خو دې خبرې ته پام ونه کړچې  زه دهمدې خاورې بچی یم ددې ملت په شتمنی رالوی شوی یم داخاوره په ما داحق لري چې دآزادۍ لپاره یې هلې ځلې وکړم نه داچې داخاوره په امریکایانو خرڅه کړم . ده که په دې خبره خپل ځان امریکاناو ته نزدې کړی وي خوددې په څو برابره یې ځان له خپل ملت څخه لرې کړ . په عربو کې یوه قیصه مشهوره ده . دعربي ادب ځېنې کتابونو هم ذکرکړې  ده .  وایې یو وخت یو چا وغوښتل چې دلېوه (شرمخ ) بچی وروزي دده لپاره یې ګډه واخسته اودهغې شېدې به یې ورکولې کله چې دلیوه بچی لوی شو اولیوه ورڅخه جوړ  شو نو اول یې په دې ګډه حمله وکړه هغه یې وداړله اوویې وژله . چې کله سړي  داحالت ولېده نو یو څو اشعاریې وویل . چې پښتو ژباړه یې داسې ده : تاخو زما ګډه ووژله زما زړه دې غمجن کړ . سره له دې چې ته  دهغې په شېدو ستر شوې .ته خوزماپه کور کې لوی شوې تا ته چا خبر درکړ چې ستا پلار لیوه وه؟ . چې کله دیو چاپه طبعیت  کې جفا وي هغه ته نه ادب ګټه کوي اونه ادیب .

صلاح الدین رباني هم په داپنځلس کاله کې دامریکانانو ظلم وحشت اوبربریت هېر کړ له هېواد اوهېوادوالو سره مینه یې داشغالګرو له خوشحالولو نه قربان کړه . دمشرانو متل ده وایې اثار دپلار خویونه په اولاد کې  وي . دصلاح الدین رباني پلار برهان الدین رباني دافغانستان له هغو رهبرانو څخه دی چې دده په مشرۍ په زرګونو افغانانو دروسي اشغال په وړاندې مبارزه کړې . هغه وخت چې برهان الدین رباني دروسانو په وړاندې په جهاد بوخت وه که یوچا ورڅخه پوښتلي وی چې تاسو ولې خپل هېواد ورانوئ دروسانو په وړاندې جنګېږئ ؟ نو معلومه ده چې جواب به یې داوو چې زمونږ هېواد اشغال شوی دیوخپلواکه اسلامي نظام دحاکمیت لپاره مبارزه کوو . خوکله چې روسان له هېواده ووتل اودښاغلي رباني دبادشاهۍ دوره راغله بیایې دخپلې څوکۍ دبقاء لپاره په زرګونو هېوادوال شهېدان کړل . او بیاچې کله دطالبانو په لاس خپلواک اسلامي نظام حاکم شو دهماغو روسانو غېږې ته یې پنا وروړه چې یو وخت ده اشغالګر بلل اوپه وړاندې یې جهاد فرض باله په ډېر کم وخت کې دخپلواکه اسلامي نظام دحاکمیت لپاره مبارزه اوبیاله خپلواکه اسلامي نظام څخه دکفر غېږې ته پناوړل او بیا دامریکا په مشرۍ اسلام دښمنه خونخوار ایتلاف ناټو ته دافغانستان داشغالولو بلنه اوپه دې مظلوم ملت دلویو بمونو دغورځولو غوښتنه هغه څه دي چې درباني په کارنامو کې به یې افغانان دتل لپاره په یاد لري . وایې چې کوم ځوی دپلار په لار لاړ نه شي ځوی نه ده .

صلاح الدین رباني په دې غوښتنه نه یواځې داچې دمیلونونو افغانانو دسولې هېلې  په سیندلا هو کړې بلکې دیوزیات شمېر افغانانو په زخمونو باندې یې مالګه وشیندله دنوموړي له خوا داخوښتنه په داسې حال کې کېږي چې تقریبا هره ورځ داشغالګرو په ړنده بمبارۍ کې زمونږ بې ګناه هېوادوال په شهادت رسېږي . دده داغوښتنه به دهغو افغانانو ترغوږنو هم رسېدلی وي چاچې دخپلې کورنۍ غړي داشغالګرو په وحشیانه بمبار کې له لاسه ورکړي اولا هم دغم په تغر ناست دي . ددې هېواد له هر وګړي سره په زړه کې لوی ارمان داده چې په هېواد کې مو امن وي اود یو خپلواکه اسلامي نظام دسورې لاندې ژوند وکړو د همدې ارمان لپاره افغانانو ډېره قرباني ور کړي اوهرچاچې دسولې اواز اوچت کړی  افغانانو یې په ډېره خوشحالۍ سره  آواز بدرګه کړی  ځکه سوله دهر افغان یواځنی ارمان ده . سوله نیکمرغي ده . سوله پرمختګ ده سوله دهرانسان حق ده سوله دالله تعالی په نعمتونو کې بهترین نعمت ده . په سوله کې مونږ کولی شو په صحي ډول دالله تعالی عبادت وکړو دهغه احکام پرځای کړو . هرانسان دا ارزو لري چې په خپل هېواد کې سوکاله ارام اوخپلواک ژوند وکړي له هېواد سره مینه دهر انسان په زړه کې ځای لري هېڅوک دانه غواړي چې دده په هېواد کې دي دده دعقېدې ، هېواد،  فرهنګ ، حیا ، ناموس دښمنان شتون ولري . دصلاح الدین رباني ددې غوښتنې پایله به داوي چې دملت به نورهم له حکمت سره فاصله زیاته شي امریکانان به لا زیات  دافغانانو په وژلو باجرئته شي . داشغال په وړاندې به دمجاهدینو صفونه نورهم پیاوړي شي . ان شاء الله

که څه هم درباني دغه غوښتنه دولسي جرګې له غبرګون سره مخ شوې خو بیاهم دحکومت د یو معتبر ارګان له لورې داډول غوښتنې دملت په هېلو خاورې اړول دي داډول غوښتنې ددې خبرې روښانه دلیل ده چې حکومت په هېڅ ډول سولې ته ژمن نه دی دسولې نارې دملت له غولولو څخه پرته بل څه نه دي .

په ګران هېواد افغانستان کې دخپلواکه اسلامي نظام دراتلو په هېله .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button