قاضی ابو یوسف «رحمه الله» ته د امام ابوحنیفه «رحمه الله» غوره نصیحتونه

ژباړن: فضل الرحمن اغا
- ترهغه وخته پورې چې ډېر ضرورت درته پېښ نه شی پاچاه ته مه ورځه تر څو عزت او پت دې تر پښو لاندې نشی.
- داسې باید ونه شی چې د حکومت له وېرې د حق او خپلې رایې مخالف عمل وکړې.
- د هېچا د مقام او حکومت په وړاندې د حق ویلو څخه ډډه مه کوه او په زړورتیا سره حق ووایه ځکه چې د حق مرستندوی الله (ج) دی.
- هغه خدمت او دنده چې په ځان کې یې د اجرا کولو توان نه لرې هېڅکله مه اختیاروه.
- که کوم شخص په شریعت کې بدعت پیدا کړی په ښکاره توګه یې غلطی ونیسه تر څو نور خلک د هغه په تقلید او تعقیب کې جرئت ونه کړی.
- د علم زدکړه په ټولو شیانو مقدمه وګڼه.
- کله چې تاته د علم د زده کړې په شغل کې وخت پیدا شي بیا نو د مال پیدا کولو لپاره هم همت وکړه ځکه چې د علم اومال حصول په یوه وخت کې مشکل کار دی.
- له علم وروسته محمدی سنت پرځای اونکاح وکړه خوپه هغه وخت کې چې تاته د کوردارۍ د ټولو ضروریاتو د پوره کولو قدرت حاصل شی.
- په مسجد او لاره کې له خوړلو ډډه وکړه.
- څوک چې له تاڅخه کومه مسئله پوښتی ځواب یې په حقه سره ورکړه او د ځانه په پوښتنه کې نور څه مه یوځای کوه.
- په عقایدو کې له عوامو سره بحث مه کوه.
- له خپلو شاګردانو سره درسی سلوک او رفتار وکړه تر څو خلک فکر وکړی چې ستا اولادونه دی.
- په علمی بحثونو کې داسې خبرې وکړه چې دې هغه پوره ثبوت په لاس کې ولرې.
- که کوم بل ځای یا ښار ته ولاړشئ نو د هغه ځای له عالمانو او فاضلانو سره داسې مجلس او صحبت وکړه چې دهغو په فکر کې له تاسره رقابت پیدا نه شی.
- د مناظرې په وخت کې له زړورتیا او خپلواکۍ څخه کار واخله د خوف او ډار یوې ذرې ته په زړه کې ځای مه ورکوه کنه نو فکر دې خرابیږی او ژبه دې لړزیږی.
- کوم خلک چې د مناظرې او بحث په ادابو نه پوهیږی او له حق څخه عملا انکار کوی له هغو سره هېڅکله بحث مه کوه.
- د تګ په وخت کې ښۍ او کیڼې خوا ته ډېر مه ګوره.
- په خبرو اترو کې ترخه خبره مه کوه او غږ دې ډېر مه پورته کوه.
- کوم خلک چې ستا ملاقات ته راځی د هغو په مخ کې علمی مسائل ذکر کړه.
- په لمانځه کې د امکان تر حده امامت مه غوره کوه.
- په هر خبره کې تقوا او امانت خپله تګلاره وګرځوه .
- کله چې دې آذان واوریده په بېړه لمانځه ته ځان تیار کړه.
- په هر میاشت کې درې څلور ورځې د روژې نیولو لپاره وټاکه.
- هره ورځ له لمانځه وروسته دقرانکریم تلاوت وکړه.
- له دنیا سره ډېره مینه مه کوه.
- د قرانکریم تلاوت مه قضا کوه.
- د قبرونو زیارت ته ډېر لاړ شه.
- له لهو او لهب څخه پرهېز وکړه.
- او د ګاونډیانو عیبونه ته د ستر په سترګه وګوره.
ومن الله التوفیق



