د خپل سرو وسله والو زياتول به حکومت په سر واخلي

تبصره
امريکايي چارواکي او د ناټو هغه جنرالان چې په برکسل غونډو کې یې د افغانستان حالات ارزولي دي وايي په افغانستان کې د اداري فساد شتون، د پوځ ترمنځ نه همغږي، د شپاړسو کالو په تيريدو پر حکومت د ولس بې باوري او د ٦٠٠٠ غيرمسئولو خپل سرو وسله والو په موجوديت د نورو خپلسرو وسله والو زياتول به حکومت په سر واخلي.
افغانستان درې کاله دمخه په نړيواله کچه په فساد کې ککړ لومړي هيواد وګڼل شو. مسئوليت یې افغان چارواکو او امريکا ته راجع شو چې د افغانانو سره په فساد کې بهرنيان هم شريک ثابت شول. د دې ستونزې د حل لپاره په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزي اداره جوړه شوه خو دا اداره نه يواځې دا چې په خپله دنده کې ناکامه شوه بلکه خپله په فساد کې ورګډه شوه .
د اداري فساد پر خلاف د مبارزې مسئولين بيا دا دليل وړاندې کوي وايي هغه کسان چې سیاسي ملاتړ لري، سیاسي زور لري د هغوی پر وړاندې په کلکه توګه مبارزه نه کیږي او هغوی د معافیت د فرهنګ څخه ګټه پورته کوي او هغه کسان چې ملاتړ او سیاسي زور نه لري نو پر وړاندې یې نمایشي مبارزه کیږي؛ څو دا وښودل شي چې حکومت غواړي یو څه یې ترسره کړي دي .
په افغانستان کې د موجوده حکومت لپاره د زورواکو، خپل سري وسله وال او د فساد شتون هغه څه دي چې په زياتوالي سره به یې حکومت له هر څه لاس په سرشي.
په افغانستان کې د روانو حالاتو څارونکي، د سيګار بنسټ مشر جان ساپکو منلې ده چې خپل سري وسله وال او اداري فساد په راتلونکي کې حکومت ته نور هم ستر ګواښ وګرځي؛ که په دې اړه ژور غور ونه کړل شو د موجوده حکومت بد حالات به بدتر شي.
په افغانستان کې د حکومت لپاره يواځې د مخالفو وسله والو پرلپسې بريدونه او د ولسواليو نيول ننګونه، نه ده بلکې په حکومت کې د زورواکو خپل سري وسله وال او اداري فساد ستره ستونزه ده. يوه نيمه مياشت د مخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير له دندې ګوښه شوی دى خو تيره ورځ یې په خلاص مټ په يوه خبري غونډه کې وويل تر اوسه ترې چا نه پوښتنه کړي او نه ورته د له دندې د ګوښه کيدو په اړه څه معلومات شته.
دا مهال په افغانستان کې د زورواکو حکومت دى؛ د ښځو پر وړاندي تر لسو زرو زياتې دوسیې په قضا او څارنوالۍ کې پرتې دي خو د حل په اړه یې قدم نه پورته کيږي. امکان لري چې خپل سري وسله وال، د ښځو تر منځ تاوتريخوالى، اداري فساد، د پوځ تر منځ نه همغږي او پر حکومت د ولس بې باوري به نوره هم زياته شي.
امريکا چې په نږدي راتلونکي کې نور ٣٠٠٠ پوځيان افغانستان ته راليږي؛ دوی به د تير په څير جګړه نه کوي د زوراکو خپل سري وسله به زياتوي او په يوه او بل نامه به په افغانستان کې روانه جګړه نوره هم پسې دوامداره کړي. امريکايي جنرالان اوس د افغانستان په جګړه کې د خپل پوځ پوره ګډول يوه تيروتنه بولي وايي وروسته له دې به افغان پوځ او مخالفين سره جګړه کوي.
امريکا په افغانستان کې د جګړې ګټل او بايلل وروسته له دې دافغان د فاع وزارت کار بولي. چې په هر نامه پوليس، اربکيان، دفاع خودي او په نورو نومونو پوځ جوړوي موږ ورسره مرسته کوو خو د جګړې لومړۍ کرښې ته به يواځې افغانان ورځې، په عدليه او قضا کې د جرمونو کار چې د فساد اصلي منابع دي دا به هم د افغانانو کار وي مانا دا چې حکومت به د زورواکو د نورې خپل سرۍ سره مخ کړي چې څه پړه راځې افغان حکومت به یې د خپل سرو وسله والو په شتون ځواب نه شي ويلاى.



