حاکم او راعي بل ته د مسؤليت په سپارلو کې بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي

حاکم او راعي بل ته د مسؤليت په سپارلو کې بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: (مَنِ اسْتَعْمَلَ رَجُلًا مِنْ عِصَابَةٍ وَفِي تِلْكَ الْعِصَابَةِ مَنْ هُوَ أَرْضَى لِلَّهِ مِنْهُ فَقَدْ خَانَ اللَّهَ وخانَ رَسُولَهُ وخانَ الْمُؤْمِنِينَ )، رواه الحاكم في مستدركه
چا چې له یوی ډلی څخه یو سړی مشر وټاکه او په هغه ډله کې تر ده بل د الله په نزد غوره شخص وو، نو ېقېنا چی له الله، رسول او مؤمنانو سره ېې خیانت کړی دی.
#همدا راز عمر بن الخطاب رضي الله عنه ویلي: ” مَن اسْتعملَ رجلاً لِمَوَدَّة أو لِقَرابَةٍ ، لا يستعمِلُه إلاَّ لذلك ؛ فقد خانَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ والمؤمِنينَ”، رواه ابن أبي الدُّنيا
چا چې یو سړی د دوستۍ یا خپلوۍ لمخی وټاکه، چې بل کمال پکې نه وو، یواځې همدا خبره پکې وه، نو له الله، رسول او مؤمنانو سره ېې خیانت کړی.
علما د دې حدیث او اثر له نقلولو سره وایي:
«يجب على ولي الأمر أن يولي على كل عمل من أعمال المسلمين أصلح من يجده لذلك العمل … فيجب عليه البحث عن المستحقين للولايات من نوابه على الأمصار ، من الأمراء الذين هم نواب ذي السلطان ، والقضاة ، ومن أمراء الأجناد ،…
وعلى كل واحد من هؤلاء أن يستنيب ويستعمل أصلح من يجده (السياسة الشرعية ۷)
په حاکم او راعی واجب ده چې د مسلمانانو په هر کارکی، تر ټولو دهغه کار لپاره غوره تن وټاکي، نو په ده واجب ده چی دولایتونو ښارونو لپاره مستحق او اهل مشران، قاضېان،او نظامې مشران وټاکي.بېاپه دغو مشرانو لازم دی چی اهل او مسلکی نماینده ګان دخپلی سیمی لپاره دچارو دسمون او پرمختګ په موخه انتخاب کړی.



