کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي دلایلو له مخې د افغانستان، ایران او نورو لسو هېوادونو پر اتباعو د امریکا ویزې بندیز لګولی دی. دغه بندیز به د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۸مه (جون ۹مه) عملي شي.
ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې څو ورځې وړاندې د امریکا په کولوراډو ایالت کې د اسراییلو پلوي یوې مظاهرې پر مهال برید وشو، چې شپږ تنه پکې ټپیان شول.
د امریکایي چارواکو په وینا، بریدکوونکی یو ناقانونه مهاجر و.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د بندیز لاندې راغلي هېوادونه په لاندې ډول دي، ایران، میانمار، چاډ، کانګو، افغانستان، استوایي ګینه، اریتریا، هیټي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن.
همداراز پر اوو نورو هېوادونو لکه بروندي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا جُزوي بندیزونه لګول شوي دي.
ټرمپ په خپل ویډیویي پیغام کې ویلي، چې له هغو هېوادونو راغلي اتباع چې سم تصدیق يې نه وي شوي، د امریکا امنیت ته ستر ګواښ جوړېږي.
د نوموړي په وینا، که د دغو هېوادونو وضعیت ښه شي، نو ممکن بندیزونه لېرې شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ابیګیل جېکسن ویلي، چې دغه بندیزونه پر هغو هېوادونو لګېدلي چې د مسافرو د هویت او سابقې سم تحقیق نه کوي، او زیاتره یې د ویزې د سرغړونو سابقه لري.


















