کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې آغلې روزا اوتونبایېوا ليدنه کړې او دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، په هېواد کې د روانو پرمختګونو، د خصوصي سکتور د ودې، پانګونې د جلب، او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي د یوناما دوامدارې مرستې وستایلې او دغه راز له یوناما يې وغوښتل چې په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي، څو نړیوالو ته د افغانستان مثبت بدلونونه او ثبات سم وښودل شي.
آغلې روزا اوتونبایېوا د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې ملګري ملتونه د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي ويې ویل، یوناما هڅه کوي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې، د پانګونې د جلب له لارې د کاري فرصتونو زمینه برابره، او له افغانستان سره نړیوالې مرستې د بشري تر څنګ انکشافي برخو ته هم وغځوي او ژمنه يې وکړه چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا راتلونکو غونډو کې به د افغانستان د پرمختګونو، فرصتونو او د اسلامي امارت پیغامونه نړیوالو ته ورسوي.


















