وحيد افغان/ تبصره
په ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند لپاره نږدې ټول غړي هېوادونه، پرته له یوې استثنا، د جګړې د بندېدو ملاتړ کوي.
دا استثنا تل، امریکا ده — هماغه هېواد چې په اسلامي هېوادونو کې د درناوي، استقبال او احترام تر ټولو لوړ احترام ورکړل شو، خو په عمل کې د زرګونو معصومو مسلمانانو د وینو توېدلو مخه نه نیسي، بلکې ملاتړ یې کوي.
دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ناعادلانه جوړښت دی چې پنځه هېوادونه پکې “ویټو” واک لري، او که پاتې نړۍ هم پر یوه خبره موافقه وکړي، د دې پنځو له ډلې یو یې کولی شي دا پرېکړه رد کړي.
دا ځل هم څوارلس هېوادونه د اوربند پلویان وو، خو امریکا د خپلې ویټو توره پورته کړه او د زرګونو ماشومانو د وژنې لړۍ ته یې بیا مشروعیت ورکړ.
داسې ښکاري چې ویټو، د نړیوال عدالت له نامه، یوازې د ځواکمنو د خوښې وسیله ګرځېدلې ده — یو داسې واک چې د مظلومو ملتونو اواز پکې خفه کېږي. دا چې د نړۍ درېیمه برخه مسلمانان دي، خو د نړیوال تصمیم پر مېز یې نه اواز شته او نه واک، نو بیا دا عضویت، دا ملګرتیا، دا سازمان موږ ته څه راکوي؟
دا تلپاتې ویښتابه ته اړتیا لري چې د ظاهري سولې تر شاه ناست استعماري سیستمونه وپېژنو، ځکه د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، د ظلم بل نوم دی.