یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

تاسو شیطان پیژنئ (لومړۍ برخه)؟؟؟

fateh1 نشرونکی: fateh1
مارچ 11, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
16
ځلې شریک شوی
204
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال ( أبو اقبال کان الله له )

خلګ په دې عقیده دي چي جن ( پیری ) یو ناري حیوان دی ، دصورت له نګاه څخه شاف ( ښیښه غوندي) دی ، د دوی له شانه سره ممکنه ده ، چي په مختلفو اشکالو سره متشکل سي ، د دوی په وجود کښي د خلګواختلاف شوی دی ، ځیني وایې : چي جنات (پیریان ) اوشیطانان دغه سر کښه انسانان دي ، ددې وینا، ویناوال یوه ډله شعیه ګان دي ، اوځیني وايې : چي الله تعالی ملائکة ( فرښتې ) له نوره پیداکړې ، جنات يې د اور له لمبو پیداکړي دي اوشیطانان يې د اور له دوده څخه پيدا کړي دي .

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

دا درې ډوله مخلوق د انسانانو له سترګو څخه خفي ( پټ ) دي ، دوی واړه په مختلفو شکلو چي اراده وکړي، کیدلای شي .

خو هر کله چي د دوی وجود متکاثف شي نو بیا لیدل کیدلای هم شي .

په ځینو اخبارو کښي راځي ، چي دجن ( پیریانو ) ډله له آدم علیه السلام څخه پخوا دځمکې پر مخ اوسیدونکي ډله وه ، د ځمکې سر سیندونه ، وچه ، غر اودښتونه له دوی څخه په پریمانه پیمانه ډکه وه ، د الله تعالی نعمتونو داسي ورباندي شر وهلې وو ، چي د بادشاهي ، نبوت ، دین اوشریعت ټول زیورات د دوی په نصیب وو ، مګر دوی ددې نعمتونو دشکر پر ځای طغیان ،سرکښي اوبغاوت پیل کړه ، دالله په سپیځلې ځمکه کې فسادته پکی وواهه ، دخپلو انبیاؤ ویناته یې غوږ کښینه ښودی ، بالآخره هغه زورور الله د فرښتو یوه ټولۍ ورته را ولیږله ، دځمکې خلافت یې ورڅخه واخیست ، دوی یې د اوبو جزیرو ( ټاپوګانو) ته وشړل ، ځیني یې ورڅخه اسیران کړل ، ددې اسیرانو په قطار کښي عزازیل هم وجود درلود، کتاب لیکې چي عزازیل په دغه مهال هلک وو ، له فرښتو سره لوی شو ، له دوی څخه یې زده کړه وکړه ، اودوی ته بې وسوسې هم ور اچولې ، دده زمانه له فرښتو سره اوږده شوه ، بالآخره په دوی کښي رئس ( سردار ) جوړ شو ، وروسته ډیره اوږده زمانه دځمکې سر پرستي دهمدوی پلاس کښي وه ، تر څو چي آدم علیه الصلوة والسلام دنیاته راغی ، دآم علیه الصلوة والسلام او ده ابلیس علیه اللعنه کیسه د الله تعالی په ستر کتاب قرآنکریم کښي په بشپړ وضاحت سره ذکر شویده (( وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاء مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا 50 )) مجاهد رح ویلي : چي د ابلیس علیه اللعنه پنځه زامن دي ، هر یوه ته یو یو کار ورسپار ل شوی دی-

دده د پنځو زامنو نومونه دادي ــ بیر ه ، أعور ، مسوط ، داسم او زلنبور .

هرکله چي بیره دی، له مصیبتوسره ملګری وي ، په واویلا ، ګیروان څیرلو ، چغو او نارو ، خلګ امر کوي .

أعور له زناکارانو سره ملګری وي، خلګ په زنا امر کوي ، زنادخلګو په سترګوکې ښایسته کوي .

مسوط له دروغجنو سره ملګری وي ، په دروغو خلګ امر کوي .

داسم دښځې او خاوند تر منځ کاڼي ټکوي، د دوی دوو تر مابین بغض ، حسد پیداکوي .

زلنبور په بازار کښي وي، دهمده په سبب په بازارو کښي دعوې ، جنجالونه اومخاصمت رامنځته کیږي .

ابي امامة رضی الله عنه له نبی صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړی دی ، ابلیس علیه اللعنه چي کله ځمکې ته راکوز شو ، نو الله تعالی ته په دعا شو، وویل : اې ربه! تا زه راکوز کړم ، ودي رټلم اوس ماته یوه کوټه راکړه ، الله تعالی ورته وویل : چي ستا کوټه حمام ده .

بیا یې غوښتنه وکړه ، چي زما دمجلس ځای هم راته معلوم کړه ، الله تعالي ورته وویل چي ستا دمجلس ځای بازار اوهغه دکوڅومجلس ګاوي دي .

بیا يې غوښتنه وکړه چي زما خوراک هم راته وښې ، الله تعالی ورته وویل : په کوم شي چي څوک بسم الله نه ووایې هغه ستاخوراک دی .

بیایې وویل :چي زما څیښاک به څه شی وي؟،الله تعالی ورته وویل : هرمسکر ( نشه کوونکی) شی ستاڅیښاک دی .

بیایې وویل : چي ماته یو مؤذن هم مقرر کړه ، الله تعالی ورته وویل چي : ستامؤذن سروزونه دي .

بیا یې وویل : چي زما لپاره یو قرآن هم راته پیداکړه ، الله تعالی ورته وویل : ستاقرآن شعر ( بدلې ) دي .

بیا یې وویل : چي زما لپاره یو خط ( نښه ) هم راته پیداکړه ، الله تعالی ورته وویل : چي ستاخط خال دی .

بیا یې وویل : چي زما لپاره خبرې هم راته معلوم کړه ، الله تعالی ورته وویل : چي ستاخبرې دروغ ویل دي .

بیا یې وویل : چي زما لپاره دښکار کولولومې راته پیداکړه ، الله تعالی ورته وویل : چي ستادښکار کولو لومي ښځې دي .

دشیطان عجیبه فرېبونه اوچلو نه

دالله تعالی له رسول صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی دی ، ده صلی الله علیه وسلم ویلي دي : چي په بني اسرائیلو کښي یو راهب د برصیصا په نامه مستجاب الدعوات وو ، ( شیطان غوښتل چی نوموړی له دینه وباسي ، نو یې چل جوړ کړه هغه داسي ) یوه انجلۍ یې تر غاړو ونیوله ، دخلګو په زړنو کښي یې ور واچول چي ددې دارو ودرمل له راهب سره دي ، خلګو نوموړې راهب ته بار کړه ، راهب د هغې له قبلولوڅخه منعه وکړه ، خلګ هم ورته ټینګ شول چي موږ هم دلې پاته یو ، ترڅوچي راهب مجبور شو مریضه یې ومنله ، دغه مریضه انجلۍ به تر هغو له ده سره وي څوچي جوړه شي .

شیطان علیه اللعنه راهب ته راغی وسوسه یې ور واچوله ، ددې نزدیکت یې ورته ښه کار وباله ، بالآخره یې په راهب زنا وکړ ه ، انجلۍ حامله شوه ، شیطان علیه اللعنه راهب ته وسوسه ورپیداکړه او وویل چي اوس خو ددې خپلوان راځي ته به ورته شرمنده سي ، داسي وکړه چي دا مړه کړه ، کله چي دوی راسي ورته ووایه چي هغه مړه شوه .

راهب انجلۍ ووژله او دفن یې کړه .

شیطان کافر د انجلۍ خپلوانوته راغی خبر یې ورکړ ، چي راهب له هغې سره زنا وکړه حامله شوه ، بیایې قتل کړه بیایې ښخه کړه ، ددې خپلوان چي راهب ته راغله ،غوښتل یې چي راهب ووژني ، شیطان علیه اللعنه راهب ته راغی او وویل چي په مرض مي ونیوله، هغه هم زه وم ، چي دخلګو په زړنوکښي مي وسوسه اچوله هغه هم زه وم ، شیطان علیه اللعنه زیاته کړه چي اوس زما پیروي وکړه، دوې سجدې راته وکړه خلاص به شي ، راهب همداسي وکړل ، په همدغه مهال قتل شو .

الله تعالی دا کیسه پخپل ستر کتاب قرآنکریم کښي داسي فرمایل یې ده (( كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (16) الحشر ))

له کتاب عجائب المخلوقات ، دحیاة الحیوان الکبری دوهم ټوک ص ۳۹۴ .

نور بیا ان شاء الله تعالی

مخکینې مطلب

د یونان او ترکیې تر منځ سمندر کې ۵ افغانان ډوب شوي

بل مطلب

غزل

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com