کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
ایراني رسنیو د پوځ د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه دا مهال یوه قوي او پراخ غبرګون ته چمتووالی نیسي، چې ښايي د نیږدې راتلونکو ساعتونو په ترڅ کې ترسره شي.
دا چمتووالی داسې مهال اعلانېږي، چې سیمه لا هم د ایران او اسرائیلو ترمنځ د سختو جګړو شاهد ده، او دواړو خواوو یو پر بل درانه بریدونه کړي دي.
د ایران پوځي چارواکو ویلي، د هغوی استخباراتي او توغندیز ځواکونه په لوړه کچه تیارسئ کې دي، او ټول اړوندو څانګو د ستراتیژیکو هدفونو د په نښه کولو امر شوی دی.
که څه هم د برید د دقیق ډول او هدافو ځای په اړه څه نه دي ویل شوي؛.خو د چارو کارپوهان وایي چې د ایران ضربه به «یوه بېسارې او ځوابي حمله» وي، چې هدف به یې د تېرو بریدونو بدل اخیستل او د احتمالي بریدونو مخنیوی وي.


















