کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
سیمهییزو او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي اشغالګر رژیم جنګي الوتکو شیبه وړاندې د ایران د ملي رادیو تلویزیون پر مرکزي ودانۍ هوايي برید کړی، چې له امله یې یو شمېر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
برید د ژوندۍ خپرونې پرمهال د تهران ښار په یوه مهمه سیمه کې شوی، چېرې چې د ایران د رسنیو مرکزي دفترونه او نشراتي مرکزونه شتون لري.
سرچینو برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقو شمیرو په اړه څه نهدي ویلي، خو وایي چې برید د درنې چاودنې لامل شوی او د ودانۍ دننه ګڼ شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















