کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د ایران د بالیستیکو توغندیو په تازه بریدونو کې د اسرائیلي پوځ یوه مهمه نظامي اډه “میرون” هدف ګرځېدلې ده.
سرچینې وایي چې برید د شیبه وړاندې شوی او د توغندیو دقیقې لګېدنې له امله د اډې دننه پراخ تاوانونه رامنځته شوي دي.
میرون اډه د اسراییلي پوځ د الکترونیکي څار، رادارونو او استخباراتي تجهیزاتو له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي، او دا برید ښايي د اسرائیلو د نظامي وړتیاوو لپاره یو ټکان وي.


















