(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴):
د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره ۱۱ پراختیايي پروژې منظور شوې، چې عملي چارې یې رسماً پیل شوې. یادې پروژې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پلي کېږي.
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزرات وايي، دغه پروژو کې د ۶.۷ کیلومتره کلیوالي سړکونو ترمیم او جغل اچونه، د اوبو رسولو د يوې شبکې ترمیم، ۱۸ متره استنادي دیوال جوړول، د څلورو کوچنیو بندونو جوړول او د ۱۸۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړول شامل دي.
د چارواکو په وینا، د دغو پروژو د تطبیق په ترڅ کې به سلګونو تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي، او د بشپړېدو وروسته به یې د حضرت سلطان ولسوالۍ د ګڼو کلیو اوسېدونکي له بنسټیزو ستونزو خلاص شي.


















