کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د منځني ختیځ د اوږدې جګړې له افق نه د سولې یو بل کمزوری خو هیلهناک څرک ښکاري. د سکای نیوز د راپور له مخې، حماس او اسرائیل د اوربند پر لور مهم ګامونه اخیستي او پر ځینو اساسي موضوعاتو یې هوکړې ته نږدې شوي دي.
راپور وایي، دواړه اړخونه غزې ته د بشري مرستو رسولو، شپېتو ورځو اوربند، او د اوربند تر پای وروسته د اسرائیلي عملیاتو نه پیلولو په اړه تفاهم ته رسېدلي، چې امریکا یې تضمین ورکړی. مرستې به د داسې یوه بنسټ له لارې رسېږي، چې نه حماس پرې واک لري او نه اسرائیل.
خو لاهم د اسرائیلي پوځیانو له بشپړ وتلو سره تړلې موضوع د خبرو د دوام اصلي خنډ پاتې ده. دا خبرې د جولای په ۶مه د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوې وې.


















