کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیة” ویلي، چې په غزه کې د فلسطیني ولس کړاوونه او زړورتیا د داسې قربانیو بېلګې دي چې د تاریخ په حافظه کې به تل ژوندۍ پاتې شي.
نوموړي وویل: «په غزه کې زموږ د ولس دردونه، وینې او لوږه د بیان وړ نه ده. داسې الفاظ نلرو، چې د مظلومیت او قربانۍ پکې بیان کړو؛ خو د غزې د ولس وینو او سرښېدنو د آزادۍ لاره روښانه کړې ده.»
الحیة زیاته کړه: غزه کې مقاومت دوام لري، موږ نه تسلمېږو؛ خو د اسلامي نړۍ چوپتیا به د تاریخ شرمونکی باب وي. نوموړي یوځل بیا د اسلامي نړۍ له مشرانـو او ولسونو وغوښتل چې د غزې د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي.
د حماس مشر ټینګار وکړ چې د فلسطین د مقاومت قافله به هېڅکله ونه درېږي او تر هغه وخته به روانه وي څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی او فلسطین خپله ازادي نه وي ترلاسه کړې.


















