کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل):
د امريکا د مشرانو جرګې غړي او مشهور ډيموکرات سياستوال، برني سانډرز، د اسرائيلي رژيم پر وړاندې سختې نيوکې کړې او ويلي يې دي، چې نور بايد د دغه رژيم مالي ملاتړ پای ته ورسېږي.
نوموړي ويلي، چې د امريکايي ولس ماليې لسګونه ميليارده ډالر د اسرائيلو د «نسلپرسته او افراطي» حکومت ملاتړ ته ورکړل شوي، هغه حکومت چې نه يوازې د فلسطينيانو پر وړاندې يې د بشري مرستو مخه نيولې، بلکې د پراخې لوږې او فاجعې لامل ګرځيډلی دی.
برني سانډرز ويلي: «موږ نشو کولای د داسې حکومت ملاتړ ته دوام ورکړو، چې بشري مرستې بندوي، خلک له لوږې سره مخ کوي او تر اوسه يې شاوخوا ۶۰ زره فلسطينيان وژلي او له ۱۴۳ زرو زيات يې ټپيان کړي دي.»
نوموړی زياتوي، چې دا وضعيت نور د منلو وړ نه دی او امريکا بايد له داسې رژيم سره خپلې مرستې ودروي، کوم چې بشري اصول تر پښو لاندې کوي.
يادې څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د اسرائيلي رژيم له خوا د غزې پر خلکو پوځي بريدونه روان دي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فلسطين پر ملاتړ مظاهرې دوام لري.

















