خالق یار احمدزی
مینه کړی جانانه هر یو خار نن زولنو ته
زړونه چې زخمی کړل لاله زار نن زولنو ته
وشلیږی د وصل هتکړۍ بیلتون راکډه شي
سترګې شی راډکې ، زړه بیمار نن زولنو ته
ما په توجه کې ستا د ننه ضمیر بیا لیده
خاندی هم غصې کړي ابتکار نن زولنوته
چیغه د غیرت مې سومنات چې دړې،وړې کړ
ما هم رانسکور کړ هغه ښار نن زولنو ته
وخت به په نصیب کې پرې دبدر سپوږمۍ راولي
تور ماښام رڼا به کړی مدار نن زولنوته
دا کتاب دحسن چې نكته یئ طالب جان ایښې
ګوري په لاسو کې زما یار نن زولنو ته
هجر به دې وخوري که د عمر مسافر شولې
بیا غزل راګیر کړ خالقیار نن زولنو ته

















