شاعر/ سميع الله « تړون »
د دې ستر ملت شهيد چې مزاري شي
دا درانه نومونه ولې بازاري شي
شمالي ماران وده د طالب غواړي
نه دميږي چې اشرف يي مداري شي
چى په ږيره او شمله يې خلک خاندي
ډير ځوانان به له دې سيمې فراري شي
يو فساد د بل فساد د بره راشي
نوم يي غوره اصلاحات اداري شي
چى صليب او د صليب بړيڅي ورک شي
څومره ښکلي به د چم مازيګري شي
کوم بچي چې خپله مور په پردو پلوري
دا بچي له خپلې موره ازاري شي
چى حکمونه قراني کله نافذ شي
دې وطن کى به کراره کراري شي
خوار تړونه څوک دې خوله دربنده نه کړي
خداى دې نه کا چې دې بنده شاعري شي

















