طالبانو د غزني شلګر کې اربکي قومندان (نیکو) وژلی

کابل ټکی کام ۰۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له غزني ولایت څخه خپاره شوي خبرونه وایي، چې طالبانو د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې یو اربکی قومندان وژلی دی.
خبر وایي، دغه قومندان چې نیکو نومېدو، د یاد ولایت دشلګر ولسوالۍ اړوند د کنصف سیمې د دوه لاري په سیمه کې د اربکیانو د پوستې قومندان وو.
د خبر له مخې چې یاد قومندان نن سهار ۸ بجې د یوه ناڅاپي برید په ترڅ کې ووژل شو.
له ده څخه پاتې ۱ میل کلاشنکوف او یو موټرسایکل هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبانو پخپله خبرپاڼه کې لیکلي دي، دغه قومندان د میدادوالو د کلي اوسېدونکی وو، چې په ظلم او د عامو خلکو په ځورونه کې یې شهرت درلود.



