د ټلیفون د ژر چارج ختمونې مخنیوی

کابل ټکی کام ۰۲حمل/۱۳۹۴، انجینر میرویس څرګند
ټلیفون یا ګرځنده موبایلونه چې نن سبا ستر سهولت سازه او استعمالېدونکي دی، خو د سهولتونو سربېره یو لړ ستونزې هم لري، چې یو له هغې څخه ژر چارج ختمونه ده، دغې ژر چارج ختمونې خلک د ډېر تشویش سره مخ کړي دي، او نه غواړي چې موبایل په ورځ کې زيات استعمال کړي.
خو د لندن پوهنتون انجینرانو د دغې ستونز حل لاره را ایستلې ده، او د ژر چارج ختمونې د مخنیوي لپاره یې یو شمېر مهمې لارښوونې کړي دي، که عملي کړی شي، نو تر ډېره امکانه پورې به ستاسو دغه ستونزه حل کړی شي.
د لندن د پوهنتون انجینرانو ویلي دي، چې د خپل سمارټ فون شټ ډاون لوکېشن سروس «Shut down location services» مو تل غیر فعال ساتئ، ځکه په فعال ساتلو سره د مختلفو وېبپاڼو د فعالېدو لپاره کار کوي، چې له همدې کبله د ټلیفون په ژر چارج ختمونه کې ستر لاس لري.
دوی همدا راز ویلي دي، چې د ټلیفون پوش نوټیفکېشن «Push notifications» غیر فعالوئ، ځکه په فعال ساتلو سره یې تاسو ته شېبه په شېبه مالومات در کوي، چې دا هم د موبایل په ژر چارج ختمونه کې ستر خنډ دی.
دوی ویلي دي، چې د موبایل پر سکرین نه خوځېدونکی تصویر ور کړئ، ځکه د خوځېدونکی تصویر په خوځېدو سره مو د ټلیفون چارج بې فایدې ختمیږي.
دوی زیاته کړې ده، چې ټلیفون مو تل یخ ساتئ، ځکه په ډېر ګرمېدو یې سره هم چارج ژر ختمیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button