هلمند کې امریکایي او افغاني عسکرو ۷ زندانیان وژلي، او ۸ یې له ځانه سره وړي

کابل ټکی کام ۰۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت خبري منابع وایي، چې بېګاه شپه ۱۲ بجې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند په شورکي نومي سیمه کې امریکایي او افغاني کمندویي عسکرو د چورلکو په مټ د طالبانو پر یوه زندان چاپه ووهله.
د هلمند ولایت د خبري منابعو له قوله چې د یادې چاپې په پایله کې ۷ تنه حقوقي زندانیان وژل شوي، ۵ تنه ټپيان دي، او ۸ تنه نور یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.
طالبانو د یادې پېښې په تأیید کې ویلي دي، چې امریکایي عسکرو د افغاني عسکرو په ملتیا دغه چاپه د خپلو بندي افغاني عسکرو د خلاصولو په موخه وهلې وه، خو له دغه زندان څخه دوی وار دمخه افغان عسکر ایستلي وو.
د یادولو ده، چې د تېر کال د سلواغې د میاشتې په ۲۸مه نېټه هم امریکایي عسکرو د افغان عسکرو په ملتیا په وردګو ولایت کې د سوېډن مؤسسې له خوا د ملکي وګړو لپاره په جوړ شوي روغتون چاپه ووهله، چې په پایله کې یې ۴ بستر مریضان ووژل.



