په غرب کې جنسي تېری د ادب او سلوک په نامه مشروط  شو/کابل غږ

په غربي  ټولنه  کې د ژوند تېرولو لپاره خپل اصول او قوانين  جوړ شوي دي ، چې هلته څوک ژوند کوي د هغو هېوادونو د قانون لاندې به  يې کوي او خپل قانون به  پرې مني ؛ که يې ونه مني  په  غربي ټولنه کې به ورته ژوند کول ګران وي، لکه :  ښوونځيو ته د ورتلو  پر مهال نجوني حجاب نه مراعت کوي ، په کور کې چې لور او ځوی بالغ شول د کور مشر به يې د کړنود مخنيوي حق نه لري خپله ازاد دي ، چې څه کوي، چېرته ځي، د چاسره ځي،

څه ګوري؟ او نور …  دا  که  مسلم وي او که غير مسلم  د اروپايي ټولنې له اصولو سره سم به هلته ژوند کوي .

کوم اشخاص ، چې هلته ژوند لري دا ټول يې پر ځان په هغه  هېواد کې د قبولۍ په فورمه کې لاس ليک کړي دي ، چې زه به د دې هېواد د قانون مطابق ژوند کوم.

د روان کال ۲۰۱۶ په لومړيو کې ، چې په غربي هېوادونو کې جشن نيول کېږي د شپې په مراسمو کې ، چې څوک څه کوي ورته ازادي شته په دې مراسموکې ښځې او نارينه ګډه برخه اخلي ، په  جرمني کې ، چې د روان کال د پېل شپه وه هر ډول ازادي وه تر ټولو زياته ازادي پکې جنسي تېری و ، چې دې تېري ته قانوني ازادي ورکړل شوې وه.

 د جرمني او د نورو غربي هېوادونو ځونانو او د منځني عمر نارينه  جنسي تېري وکړل ؛ خو د سوريې او افغانستان تنکي ځوانا ن ، چې اروپايي هېوادونو ته تللي دي له  دوی څخه  ښځو دا  شکايت وکړ ، چې دوی د جنسي تېري اداب او سلوک نه لري.

د جرمني حکومت د بلجيم د يوې روغتيايي مؤسسې او نړيوالې روغتتيايي ادارې  په  مرسته  په  جرمني او غرب ته ورغلو کم عمره ځوانانو لپاره يوه د زانزو  په  نامه  ويب پاڼه  جوړه کړي، چې د افغانانو لپاره په دري او سوريې لپاره په عربي علاوه  نورو  ۱۲  ژبو کې  پرې د جنسي تېري د ادب او سلوک درس او معلومات ورکول کېږي ، چې د کډوالۍ  په کمپونو کې ورته تدريس کېږي .

په غرب کې ، چې څوک اوسېږي  په دې شرط به هلته ژوند کوي ، چې د جنسي تېري اداب  او سلوک شرط  ومني ؛ معنا دا ، چې جنسي تېری ، خو ازاد دی او افغان ځوان نسل د همدې بې لاريو او د اسلام د مبارک دين څخه د لرې والي لپاره منل کېږي ؛ خو  جرمني د قانون ادب او سلوک به يې شرط وي ، که  تر دې وروسته ورته بل غير اسلامي شرط کېښودل شي هغه به هم مجبوردي ، چې هلته ژوند کوي مني به يې.

 افسوس زموږ د هېواد  په حال ، چې ځوان  نسل مو دا ډول شرطونو منلو ته ورسيد.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button