واڼه کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې
کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
راپورونه وايي، چې د پاکستان د جنوبي وزيرستان په واڼه سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې ده.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې چاودنه هغه مهال وشوه، چې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې وو.
په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.
د سيمې خلکو ويلي، چې له چاودنې وروسته پوځيانو د واڼه بازار بند کړ او د عاملينو د پيدا کولو هڅه يې کړي.
سره له دې چې پاکستانی پوځ له اوږدې مودې راهيسې په دې سيمو کې د وسله والو پر ضد عمليات پر مخ وړي، خو داسې ښکاري، چې وسله وال لا هم هلته خپل فعاليتونه کوي، او وخت ناوخت یې له امنيتي ځواکونو سره د ټکر خبرونه خپرېږي.


