د برسلز هوايي ډګر کې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د برسلز پر زوینتم هوايي ډګر کې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی دی، چې تر دې مهاله پورې یې په اړه مالومات نه دي ور کړل شوي.
په ټلویزیونونو کې په ور کړل شویو انځورونو کې ښکاري چې د یوې ودانۍ ښیښې ماتې دي، د ترمینل له ځینو ودانیو لوګي پورته کیږي.
ویل کیږي، چې دغه چاودنې د پارېس د بریدونو د اصلي مشکوک صلاح عبدالسلام له نیول کېدو څلور ورځې وروسته شوي دي.
بلجیمي رسنیو ویلي دي، چې له هوايي ډګره مسافر ایستل شوي، الوتنې درول شوي، او د اورګاډي تګ راتګ هم بند شوی دی.
نور جزئیات به وروسته خپاره کړی شي.



