له جنګياليو سره جګړه او تسليم شوو سره سوله

« سرليکنه »

د ملي يوالي حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو د ځواکونو په  ملتيا او هم د خپلو افغان ځواکونو په  پوره قوت او د ازبک ملېشې په جګړه مارقوماندان عبدالرشيد دوستم د هېواد په بېلا بېلو ولاياتو او په ځانګړې توګه  فارياب او جوزجان کې د زرګونو پوځونو په موجوديت په لاس ته راوړونوکې پاتې راغلی ، چې جګړې ته د روانېدو پر مهال به يې سېنه ډبوله.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې  په ۱۳۹۴ کال کې يې هېڅ  پر مختګ نه دی کړی ، په دې خپله نظامي چارواکې اعتراف کوي ، چې که  پر مختګ يې نه دی کړی ؛ ځان يې ساتلی دی.

خو که دکندوز ښار او د هلمند ولايت ولسواليو د لاسه ورکولو نه هم ځان ساتلی وای  کيدی شي  په ۱۳۹۵ کې دغه ډول د نورو ښارونو او ولسواليو د لاسه په ورکولو ځان وساتي کيدای  شي نظامي چارواکي د ملي يوالي د حکومت په موجوديت سره ځان ساتل ګڼي .

په ۱۳۹۴ کې دفاع  وزارت د مخالفو وسلوالو په نامه په ولسي وګړو عملياتو کې ۷۰۷ تنه د ملي اردو کسان په جګړو کې وژل شوي  او تر  ۵۳۰۰۰ زرو زيات ځمکني او هوايي عملياتو ته چې پکې يې  ولسي وګړي ووژل ، بيا هم وايي  چې جګړې ته د وام ورکوو ، هغه کسان ، چې سوله نه کوي له  هغوی سره جګړه کوي او که څوک سوله کوي د هغوی  سره  سوله  .

دفاع وزارت د سولې هغه مخالفين  ياد کړي ، چې هغه تسليم شوي دي.

دغه راز د ملي يوالي حکومت د هغو کسانو او ډلو سره د سولې په اړه د خبرو دوام  ياد کړی ، چې هغه تسليم شوي او د تسليم شوو ډلو اشخاصو او مخالفينو سره سوله هېڅ  وخت د سولې معنا نه ورکوي.

 سوله د هغه چاسره کېږي ، چې هغه مقابل کې ولاړوي ، هغه  جګړه کوي .

 د هغو سره سوله کېږي ، چې جګړه په دې پای ته ورسېږي ، د ملي يوالي حکومت د هغه چاسره د سولې اعلان کوي ، چې يو کال يې د حکومت سره په دندو کې وشو.

اوس د سولې په اړه يواځې طالب وسله وال دي ، چې په نړيواله کچه منل شي او هم يې خپل قوت ټولې اروپايي او غربي نړۍ ته ښودلی دی.

د ملي يوالي حکومت که سوله کوي په هېواد کې همدا يو لوری دی ، چې په  جګړه کې يې ماتې نه ده خوړلې.

ديوې خوا د ناټو هېوادونو په  ملتيا د ملي يوالي حکومت او بل لارې طالبان دي ، چې د جګړې او سولې په اړه پرې خبرې کېږي.

 دا مهال جګړې د افغاني بهرنيو پوځونو او په مقابل کې د طالب وسله والو تر منځ روانې دي.

ولسمشر  اشرف غني وايي:  هغه څوک ، چې سوله غواړي د هغوی سره سوله او هغه ، چې سوله نه غواړي د جګړې په دوام به يې ختم کړو، د اشرف غني د وينا يوه برخه  خو  پوره شوې ده چا ، چې سوله غوښته او ځان يې د حکومت مخالفو ګوندونوکې شمېره هغه ورغله حکومت ته تسليم شول ، اشرف غني د هغوی سره په تسليميدو سوله وکړه ؛ خو دا به ورته ډېره ګرانه شي ، چې د جګړې د لارې مخالف وسله وال طالبان ختم نشول، دا کال به هم د تېر په څېر تېرشي بيا به امريکا او اشرف غني ولس ته دنوروز د ورځې په وينا کې څه وايي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button