نیوزلېنډ پاکستان ته په ماتې، د شل اوریز جام سیمي فاینل ته ووت

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، ارین خان
نیوزلېنډ پاکستان ته په ماتې، د شل اوریز جام سیمي فاینل ته ووت
نن په موهالي کې د پاکستان او نیوزلېنډ تر منځ مهمه سیالي وه، چې پاکستان د نیوزلېنډ په وړاندې د ۲۲منډو په توپیر وبایلله، او نیوزلېنډ د شل اوریز جام سیمي فاینل ته ووت.
نیوزلېنډ پچه وګټله، او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې د پاور پلې څخه یې په استفادې تېزه او ښه لوبه وکړه، او د لومړۍ وېکټې په ورکولو سره یې ۶۲منډې جوړې کړې.
نیوزلېنډ چې تېزه او ښه توپوهنه وکړه، ۱۸۰ منډې یې جوړې کړې، او پاکستان ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکو.
پاکستان هم د یاد هدف د پوره کولو لپاره د لوبې پیل ډېر تېز او ښه وو، خو پای یې ډېر خراب وو.
نیوزلېنډ چې اوس ۳ لوبې کړي دي، او درې واړه یې ګټلې دي، هند، استرالیا ته یې ماتې ور کړې وې، او نن یې پاکستان ته په ماتې ور کولو سیمي فاینل ته ځان وباسو.
د پاکستان له لوبغاړو څخه شرجیل خان، احمد شهزاد او شاهد افریدي ښه لوبه وکړه، خو نورو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه، او د نیوزلېنډ بالرانو شاټ وهنې ته پرېنښودل، چې له کبله یې پاکستان د نیوزلېنډ په وړاندې له ماتې سره مخ شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button