بروکسل کې له خونړۍ چاودنو وروسته ټولې اروپا کلک امنیتي تدابیر نیولي دي
کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تېره ورځ بلجیمي رسنیو خبر ور کړی وو، چې د دغه هېواد پلازمینه بروسلز کې پر هوایي ډګر زوینتم چاودنې شوي دي، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې ۸۵ کسانو ته ورسېده.
د دغو چاودنو پړه چې داعش ډلې ومنله، پکې ۳۴ کسان ووژل شول، او شاوخوا سلګونه تنه نور ټپیان شول.
د بروکسل دولتي چارواکو ویلي دي، چې د بروکسل له چاودنو وروسته په ټوله اروپا کې یې امنیتي تدابیر کلک کړي دي.
دوی همدا راز ویلي دي، چې په بروکسل کې دا مهال بېړنی حالت اعلان شوی دی، او د اروپایي ټولنې دفترونه تړل شوي دي، الوتنې درول شوي، پر اورګاډي بندیز لګېدلی دی او هوايي ډګر ته تګ راتګ هم درول شوی دی.
د یادولو ده، چې لومړۍ دوې چاودنې د هغه هېواد د ګهیځ پر اتو بجو زوینتم نومي د بروسلز پر هوايي ډګر خروجي ترمینل ته نږدې وشوه، او دویمه چاودنه له دغو چاودنو شاوخوا یو ساعت وروسته د مالبیک نومي میترو سټېشن کې اروپایي ټولنې بنسټونو ته نږدې وشوه.



