بلخ کې لاریونونه او د مرکزي دولت چوپتیا/ هېواد خوږیاڼی

د امریکا د یرغل سره سم شمال ټلواله واک ته ورسېده او د مرکزي حکومت منځۍ هسته وګرځېده. د شمال ټلوالې غړي د مرکزي دولت څخه نیولې، تر ولایتونو پورې په واک کې پاتې شول. شمال ټلوالې ته مهم ولایتونه، وزارتونه، د ولسمشر مرستیالي، د وزارتونو مرستیالي، سفیران او بېلابېلې لوړې څوکۍ ورکړل شوې. شمال ټلوالې د ځینو لویدیځ هېوادونو څخه هم خپل میاشتنی معاش اخېسته او یوازې د امریکا پر دسترخوان ناست نه وو. دوی چې د امریکا د یرغل پر وخت کومه ښېګڼه ورسره کړې وه، هغه یې تر ډېره وخت پر یاد وه او دوی یې تر ډېر ونازول.
د شمال ټلوالې زیات غړي د روسیې سره پخوانۍ اړیکې لري او اوس یې هم زیات مشران د مسکو د خیرات په تمه شپې ورځې سبا کوي او روسیه هم د امریکا پرضد په شمال ټلوالې تل خپل ترحم ساتي.
د یرغل په لومړیو وختونو کې کرزي شمال ټلوالې ته ډېر واکونه ورکړل. ځینې یې خپل مرستیالان، ځینې یې والیان او ځینو ته یې په کور معاشونه حواله کړل. د کرزي برکت دی، چې نن شمال ټلوالۍ هم زورواکې ده او هم شتمنه شوه. عطاء محمد نور چې د کرزي د لومړۍ دورې څخه والي شوی، تراوسه والي دی. د کرزي د واکمنۍ دوره پای ته ورسېده؛ خو عطاء نور تراوسه پر خپل ځای پاتې دی او دا معلومات تراوسه چاته نه کېږي، چې د اشرف غني د دورې وروسته به هم لرې شي او کنه؟
له دې وړاندې هم د شمال ټلوالې د ځینو غړو ترمنځ اخ ډب پېښ شوی دی او په منځ کې یې ددوی لاسپوڅي وژل شوي دي؛ خو تراوسه نه د عطاء نور، نه د دوستم، نه د مسعود او نه د کوم بل مشر زوی وژل شوی او یا ټپي شوی دی.
هر کال په بلخ کې د نوي کال په مناسبت ځانګړي مراسم نیول کېږي او دغه مراسمو ته د کابل د چارواکو سربیره د ځینو ولایتونو څخه هم خلک ورځي او د جنډې پورته کولو کې په زرګونه خلک راټول شوي وي. سږکال د نورو کلونو برعکس په دغه ولایت کې د اوسني ګډحکومت د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم انځورونه څېرې شول، چې د دوستم د پلویانو غوصه یې راوپاروله او بلخ کې یې لاریونونو ته لاره هواره کړه.
د دوستم د عکسونو د څېرې کولو وروسته د بلخ چارواکو د دوستم انځورونه بېرته ولګول؛ خو د جنبش غړو دغه کار دوستم ته سپکاوی وګاڼه او په لاریونونو یې لاس پورې کړ. نن د مزار په یوه کونج کې د عطاء نور په ملاتړ لاریون وو، خو په بله خوا کې یې د دوستم پلویانو ویل، چې دوی د خپل رهبر سپکاوی نشي زغملی او د دوستم د انځورونو د څېرې کوونکي دې پیدا او دوی ته وسپارل شي.
داسې اوازې هم شته، چې جنرال عطاء محمد نور او دوستم دواړو له اشرف غني سره اړیکې خرابې شوي او عبدالله عبدالله هم اوس د شمال ټلوالې ټولو غوښتونو ته مثبت ځواب نه وايي، ځکه عبدالله اوس په ګډ حکومت کې رسمي دنده لري او واکونه یې له اشرف غني زیات دي او له بلې خوا ورته جان کېري هم ګواښ کړی دی.
مرکزي دولت دې چوپ نه پاتې کېږي او په بلخ کې دې مداخله وکړي، ځکه نه په عطاء نور باور شته او نه په جنرال دوستم. دواړه داسې اشخاص دي، چې له دې وړاندې یې په زرګونه خلک وژلي دي او که چېرې بیا ښکر پر ښکر شول، نو خدای مه کړه په سلګونه احساساتي ځوانان به پکې خپل ژوند له لاسه ورکړي او د مزار اوسنۍ ښکلا به د هلمند په کنډوالو بدله کړي.



