په اسيايي هېوادونو کې د اروپايي هېوادونو د بد امنيو سوچ هم نشته ؛ خو په مقابل کې همدا اروپايي هېوادونه ، چې په سر کې يې امريکا ده د نورو ناټو غړو هېوادونو په ملګرتيا ، چې زياتر پکې غير مسلم هېوادونه دي په اسيا کې يې د انسان وژنې ، تباهيو ، شتمنيو د لوټلو ، تاريخي اثارو له منځه وړلو، د هېواد بشپړ د زرګونو کلونو تاريخ او د کلتور له منځه وړلو ناورين يې پر موږ را تپلی دی ، چې اوس ددې اور او انساني ناورين د نا امنيو څپې تر اروپا پورې ورسېدې.
هغه انساني نه جبرانيدونکی ناورين ، چې امريکا او ورسره اروپايي ملګرو هېوادونو پر اسيايي هېوادونو ورتپلی و ، اوس د اروپايي هېوادونو په غاړه کې پريوت.
د تېر ميلادي کال د نومبر په مياشت کې په فرانس کې انسان وژونکی بريد او اوس په بلجيم پلازمينې بر کسل کې د زا ونتين هوايي ډګر د وتلو سالون کې دوه او بله يې د ښار د موټرو په تمځای کې وشوه ، پر لپسې درې چاودنو بر کسل ولړزاوه ، چې په درې واړو چاودونو کې تر ۱۷ پورې کسان وژل شوي او تر ۳۵ زيات ژوبل شوي دي.
په بروکسل کې دا چاودنې په داسې حال کې کېږي ، چې درې مياشتې يا څلور مياشتې پس د ناټو دفاع وزيران ، د بهرنيو چارو وزيران او يا د اروپايي هېوادونو ولسمشران په اسيا کې د روانو نا امنيو په اړه په خپلو کې غونډې کوي.
په افغانستان کې ، چې کوم اور بل دی او د انسان وژنې ناورين روان دی دا دروم ، قبرس ، بڼ او بر کسل د غونډو په مشورو اروپايي هېوادونو په اسيايي هېوادونو ورتپلي دي.
دا نن ورځ ، چې په اسيايي هېوادونو کې د نا امنيو ، چاودنو ، انسان وژونکو بريدونو اور بل دی دا د اروپايي هېوادونو د بهرنيو پاليسو نتيجه ده.
موږ د هېڅ چاپه مرګ او ژوبله نه خوښېږو موږ ډېر مرګونه وليدل ، ډېرې ځوانۍ مو له لاسه ورکړی ؛ خو په موږ اسيايي هېوادونو او اروپايي هېوادونو کې دا توپير شته ، چې اسيايي هېوادونه په چاتېری نه دی کړی له ځانه يې دفاع کړې ده.
تازه راپورونه وايي: په دې چاودنو کې تر ۳۵ پورې کسان وژل شوي او تر ۸۰ پورې ژوبل دي.
د بلجيم لومړي وزير وويل: له هغه څه ، چې ډېر ترې وېرېدم پرې واو ړېدم، اروپا په ټوله اسيا کې اور بل کړی دی او اوس د وخت په تېرېدو سره دا اور اروپا ټولو هېوادونو ته رسېږي، اوس هم وخت شته که اروپايي هېوادونه په اسيا کې لګولی اور مړکړي ؛ اروپا به هم ترې وژغورل شي.