دولتي چارواکي: د نورستان دواب ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د نورستان دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت دواب ولسوالۍ له تېرې ورځې را هیسې د طالبانو له لورې کلکه محاصره ده، او د محاصرې کړۍ یې ورځ تر بلې په تنګېدو ده، چې له کبله یې دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شوې ده.
د نورستان ولایت سرپرست حافظ عبدالقیوم نن رسنیو ته وویل، چې له مرکزي دولت څخه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.
ده همدا راز تأیید کړه، چې طالبانو په یاده ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته هم نیولې ده، او ۵ تنه امنیتي سرتېري یې له ځانه سره اسیران کړي دي.
مګر طالبان وایي، چې د دغې ولسوالۍ د محاصره کېدو تر څنګ یې ګڼ شمېر امنیتي سرتېري نیولي دي.
باید ووایو، چې دفاع وزارت پرون د وسله والو پر خلاف د شفق تر نامه لاندې عملیات اعلان کړل، او زیاته یې کړه چې دا به بریمن وي، او د افغان ځواکونو لپاره به ګټمن او طالب ځواکونو ته به زیانمن تمام شي.
خو د شفق د عملیات له پیلېدو سره افغان ځواکونو د یو شمېر ولسوالیو د سقوط او د طالبانو له لورې د کلکې محاصرې خبرونه ور کړي دي.
د یادولو ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ او د بغلان ولایت ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button