جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جهاد فقهي مسائل (شپږمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 24, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
21
ځلې شریک شوی
260
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د جهاد اقسام

په عمومي ډول د اسلام د عبادتونو په سلسله کې د (جهاد) نوم د فقهاؤ په لېکنوکې ډېر نه راځي، خو په قرآن مجېد او نبوي حدېثونو کې د (جهاد) فرضيت او اهميت د نورو فقهي احکامو او عبادتونو په نسبت ډير زېات دي، له دې امله بايد همدې عبادت ته لوى اهميت ورکړى شي او خلک د (جهاد) په معنى او اقسامو پوه شي، نو د خپلې موضوع  په ارتباط  بايد لومړی (جهاد) تعرېف کړو، جهاد په لغت کې له کوشش او مشقت څخه عبارت دی او په اصطلاح کې (جهاد) د باطل په مقابل کې قيام او  دريدو ته وايل کيږي، لکه چې په فتاوى شامي او درمختارکې ذکر شوي.

هو بذل الوسع  فى  قتال فى  سبيل الله( يعنې (جهاد) عبارت دى له لګولو د قدرت او طاقت په جنګ سره د خداى جل جلاله په لاره کې، همدارنګه د مشکوة  شرېف په شرح مرقات کې په دې هکله ذکر شويدي چې (الجهاد فى الشرع بذل الجهود فى قتال الکفار) يعنې (جهاد) په جنګ کې د کفارو پر ضد د طاقت او  قدرت  مصرفولو ته وايي، په عمومي توګه خلک له (جهاد) څخه د جنګ او قتال معنى اخلي خو د (جهاد) وسېع  مفهوم په دې توګه  محدودول درسته خبره نده، ځکه په ښکاره ټکو کې په خپلو مالي او دفاعي قوتونو سره د حق  اوچتول د هغه خپراوى او ساتل له (جهاد) څخه عبارت دى،  او د اسلامي شريعت له مخې جهاد په دوه ډولو ويشل شوی:

(١) جهاد اکبر

(٢) جهاد اصغر

 د خپل نفس کنترولول او په الهي عباداتو باندې د هغه پابندول له جهاد اکبر څخه عبارت دى، په فتاوى شامي دريم جلد کې  يې داسې تعرېف کړى (هوقصر النفس على الطاعات على الدوام) يعنې خپل نفس په الهي عباداتو  پابندول يا خپل نفس له هر ډول ناروا کارونو څخه ژغورل، په شريعت کې (جهاد اکبر) ډېر اوچت مقام لري ځکه چې دا د خپل نفس سره جهاد کول دي. په دې هکله له حضرت جابر رضی الله عنه څخه حديث  روايت  شوى چې فرمايي…)عن جابر قال قدم على النبى صلى الله عليه وسلم قوم عزاة فقال قدمتم خير مقدم قدمتم من الجهاد الاصغر الي الجهاد الاکبر مجاهدة  العبد هواه( (کنزالعمال الد يلمي)

ژباړه: له حضرت جابر رضی الله عنه څخه روايت دى چې  پېغمبر عليه السلام هغو اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته چې د جنګ له ميدان څخه يې د هغه حضورته تشريف راوړى وو وفرمايل : ستاسې راتګ دې مبارک وي، تاسې د کوچني جهاد څخه لوى جهاد ته راغلى چې هغه د يوه بنده له خپلو نفسي خواهشاتو سره جنګ کول دي، په دې هکله په يوه بل حدېث کې فرمايي.. (عن ابي ذر قال قلت يارسول الله اى الجهاد افضل قال ان يجاد الرجل نفسه وهواه) (کنز العمال صفحه  ٦١٦ جلد ٤)

له حضرت ابي ذر رضی الله عنه څخه رواېت دى چې ما پو ښتنه وکړه ېا رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم جهاد غوره دی؟ هغه صلی الله عليه وسلم و فرمايل هغه جهاد چې انسان يې د خپلو نفسي خواهشاتو په مقابل کې کوي، پورتني دوه حديثونه د قرآن مجېد د لاندې ذکر کېدونکي آيت تفسير دى چې فرمائي )والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا وان الله لمع المحسنين( 

ژباړه: هغه چا چې زمونږ په لاره کې جهاد وکړ هرو مرو به يې هداېت کړو خپلې لارې ته او يقينا خداى تعالى له نېکوکارانو سره دى، په يوه بل ځاى کې  پېغمبر عليه السلام فرماېلي )المجاهد من جاهد نفسه( يعنې مجاهد هغه څوک دى چې د خپل نفس سره جهاد کوي (ترمذي طبراني) يقينا چې  همدغه ډول مجاهده  د کاميابي او پرمختګ وسېله ده.

 (٢) جهاد اصغر: په شامي فتاوى کې يې د جهاد اصغر تعريف په دې ډول کړى )الجهاد بذل الوسع في القتال في سبيل الله مباشرة ومعاونة باالمال اوالرائ او تکثير سواد غير ذالک( (هکذافى المرقات کتاب الجهاد) يعنې جهاد عبارت دی له صرفولو د طاقت او قدرت څخه په جهاد فى سبېل الله کې او عملا د مال په وسيله کومک کول په لاره د خداى جل جلاله کې، د مجاهدېنو ډله غټول مشوره ورکول او داسې نور، جهاد اصغر ډېر اقسام لري چې ځيني مهم يې عبارت دي له جهاد باالنفس او جهاد باالمال څخه، انسان ته چې خداى تعالى کوم مال ورکړى د هغه  فلسفه  همدا ده چې  د خداى جل جلاله په لاره کې که د هغه د لګولو ضرورت پېښ شي باېد درېغ يې نکړي او د خپل مال په وسيله د اسلام بڼ شېن او سمسور وساتي، قران مجېد  د جهاد باالمال او بالنفس په هکله فرمائي:

)ان الذين امنوا وهاجروا وجاهدوا فى سبيل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عندالله( بېشکه هغو کسانو چې اېمان يې راوړى او هجرت يې وکړ او جهاد يې وکړ په مالونو او نفسونو سره په لاره د خداى جل جلاله کې نو د هغه په نزد د ډېر لوى اجر خاوندان  شول بيا فرمايي : )انفروا خفافا وثقالا وجاهدوا باموالکم وانفسکم فى سبيل الله( 

ژباړ: ووځئ که سپک ياست يا درانده او د خداى جل جلاله په لاره کې په مالونو او نفسونو سره جهاد وکړئ، دلته بايد دا خبره ښکاره کړو چې پرته له جهاده په نورو شرعي امورو کې د خداى جل جلاله د رضا لپاره مال لګول او د خپل اهل او عيال په ښه سرپرستي کولو کې  پيسې مصرفول هم مالي جهاد شمېرل کېږي.

 (٣) جهاد په  ژبه سره : پدې هکله  له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو حدېث  رواېت دى )وعن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم قال جاهدوا المشرکين باموالکم وانفسکم والسنتکم( (رواه ابوداود  مشکوة  صفحه  ٣٣٢) ددې حدېث  تشرېح  په اعلاء السنن جلد١صفحه ٥ کې  په دې توګه شوې : )ويطلق ايضا علي مجاهدة النفس والشيطن والفساق فاما مجاهدة النفس فعلي تعلم امورالدين ثم علي العمل بها ثم علي تعليمها واما مجاهدة الشيطن فعلي رفع ماياتي به من الشبهات وما يزينه من الشهوات واما مجاهدة الکفار فتقع باليد واللسان والقلب واما الفساق فباليد ثم اللسان ثم القلب( يعنې د نفس شيطان او فاسقانو سره مقابله کول هم جهاد دى، علم حاصلول او په هغه عمل کول او نورو ته يې ښودل په جهادکې شمېرل کېږي، د فاسدو وسوسو او اشتباهاتو دفع کول او له شهواني خواهشاتو څخه چې شيطان د مسلمان لپاره ښايسته کړي وي ځان ساتل له شيطان  سره جهاد کول دي، له کفارو او فساقو سره جهاد لومړى  په لاس، په  ژبه بيا په زړه سره کېږي.

(٤) جهاد په علم سره : په دنيا کې  پيدا شوى ټول شر او فساد د ناپوهي او جهل نتېجه ده او د هر پوه او عالم انسان دا فريضه ده ترڅو دغه رڼا نورو تورو او تيارو زړونو ته ورسوي، د تورى قوت او دليل د چا په زړه کې هغه طمانېت (ارامي) نشي  پېدا کولى کوم چې د دليل او برهان په قوت پېدا کېږي، په دې هکله خداى تعالى فرمايي (ادع الي سبيل ربک باالحکمت والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي احسن) (سورة نحل)

ژباړه: خلک د خپل خداى جل جلاله لارې ته را وبوله په حکمت او نېکې موعظې سره، پوهه ورکړه او مناظره وکړه له هغوى سره په نيکه رويه (ډېره ښه طرېقه) د دېن تبلېغ او دعوت هم د جهاد يو ډول دى چې د جهاد بالقران په نوم ترې ېادونه کېږي، پېغمبرعليه السلام د همدې قرآني تورو په ذرېعه د کافرانو او فاسقانو  د شکوکو او شبهاتو لښکرو ته ماتې  ورکړې ده، خداى تعالى فرمايي (فلا تطع الکفرين وجاهدهم به جهادا کبيرا(  (سورة فرقان)

يعنې د کافرانو خبره مه منه او د قرآن په ذرېعه له هغوى سره لوى جهاد وکړه، قرآن مجېد په قرآن سره جهاد کولو ته جهاد کبير ويلي، علماؤ هم د دغه قسم جهاد د اهميت په پوهېدو ورته ډېره لويه او مهمه درجه ورکړې ده، امام ابوبکر رازي حنفي وايې د جهاد باالعلم درجه له جهاد بالمال او بالنفس څخه ډېره لوړه ده (احکام القران  جلد ٣ صفحه ١١٩).

 دا د هر مسلمان  وظيفه ده چې د حق د مرستې، حمايت او د دين د نصرت  لپاره علم حاصل کړي، بايد د علم  د حصول څخه د هغوى مقصد د حق  اشاعت او خپرونه وي، د هر نيک کار په اداء کولو کې  د خپل ځان،  مال،  دماغ او قوت په کار اچول هم له جهاد څخه عبارت دی او په ډېرو خطرناکو شرايطو کې د حق  خبره کول هم جهاد دى، حضرت پېغمبر عليه السلام فرمايي )ان من اعظم الجهاد کلمة الحق عند سلطان جائر( (ترمذى ابواب الفتن)

يعنې لوى جهاد د ظالم پادشاه پر وړاندې د حق وينا ده، له دې څخه څرګنده شوه چې جهاد بالنفس يعنې په خپل جسم او ځان جهاد کولو کې د جهاد ټول هغه اقسام شامل دي چې په هغو کې جسماني قوت مصرفېږي، د دې کوشش  وروستى او اخرنی حد له ټولو خطراتو نه بې پروا کيدل او د خپل ژوند نه د خداى جل جلاله په لاره کې تيريدل دي، همدغه راز که د دين له دښمنانو سره د مقابلې ضرورت پيښ شي هغوى د دين په مخالفت ټېنګ ودريږي او د حق په لاره کې خنډ  وګرځي نو په دې صورت کې د دغه خنډ د لارې نه لرى کول د هغوى سرونه اخيستل او خپل سر ورکول د جهاد بالنفس د جذبې انتهائي کمال او حد دی، همدغه راز  د جهاد په نيت تېارى نيول او ټريننګ کول هم جهاد دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

)عن عقبة ابن عامرالجهيمي (رض) قال سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم وهو علي المنبر يقول واعدلهم ماستطعتم من قوة  اﻻ ان القوة الرمي ثلاثا( ( رواه مسلم)

له عقبه ځوى د عامر څخه روايت دى چې ما اورېدلي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چې  په منبر ولاړ ؤ وئيل يې : تېارى ونېسئ د کفارو په مقابل کې څومره چې طاقت لرى له قوت نه او قوت نښه زده کول دي، نښه  زده کول دي، نښه زده کول دي، بل حديث  دى له عقبه  نه.

)وعنه رضی الله عنه قال سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم ان الله يدخل باالسهم الواحد ثلاثه نفرا الى الجنة صانعه يحتسب فى صنعة الخير والرامي به ومنبله وارموا وارکبوا( (ابوداؤد)

حضرت عقبه رضی الله عنه وايي چې اورېدلي مې دي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چې وئيل يې : په تحقيق سره الله تعالى په يوه غشي باندې درې تنه جنت ته داخلوي، جوړوونکی چې کوشش کوي په صنعت د خېر کې، ويشتونکى په  هغه باندې، او ورکونکى،  ويشتل کوئ او سپريدل کوئ،  په  بل حديث کې فرمايي :

)من جهز غازيا فى سبيل الله فقد غزا ومن خلفه فى اهله بخير فقد غزا( (رواه البخارې  ابوداؤد  نسائي) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي څوک چې تيارکړي غازي په لار د خداى جل جلاله کې نو غزا يې وکړه او څوک چې په نيک نيت د مجاهد د اهل خليفه شو نو هم غزا يې  وکړه، يعنې د مجاهد د اهل سرپرستي او له  هغه سره کومک هم يو ډول جهاد دى.

(دايمي جهاد) د حق په لاره کې دايمي جهاد هغه نوم دى چې مسلمان ته هر وخت د دغه جهاد موقع  په لاس ورتلاى شي، حضرت پېغمبر عليه السلام په هر يوه تن دا خبره لازم کړې چې بايد تل د دين حمايت او د علم اشاعت د امر با لمعروف او نهى عن المنکر د عدل قيام د ظلم ورکولو او د خداى جل جلاله د احکامو په تعميل کې تل داسې بوخت و اوسي چې د هغه د ژوندانه د هر حرکت او سکون نه يو جهاد جوړ شي.

مخکینې مطلب

د انساني قاچاق او د نا قانونه کډوالو د مخنیوي په غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی اندونیزیا ته تللی

بل مطلب

پکه دادې بله سپکه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com