لوګر کې د ملي اردو ځواکونو په یوه ښوونځي کې پوځي قرارګاه جوړه کړې

کابل ټکی کام ۰۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپور عرب رسنیو ته ویلي دي، چې تېر کال د ژمي په موسم کې د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سیمې په منځني ښوونځي کې د ملي اردو ځواکونو له لورې یوه پوځي قرارګاه پرانیستل شوه، چې اوس هم پکې مېشت دي.
عرب همدا راز ویلي دي، چې د ښوونځي په تړلو سره درې سوه زدکوونکي له زدکړو بې برخې شوي دي، او وزارت یې په غبرګون کې د ولایت مقام ته اعتراض وړاندې کړی دی.
همدا شان د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح هم د ملي اردو ځواکونو له لورې د دغه ښوونځي تړل کېدل تأییدوي، او وایي، چې سیمه ییزو چارواکو د ملي اردو ځواکونو سره په یاده موضوع خبرې کړي دي.
د صالح په وینا چې د لوګر ولایت والي په یوه امنیتي غونډه کې د څلورمې پلې لوا قومندان ته د سپارښتنې په توګه وویل، چې تر څو له دغه ښوونځي څخه خپله قرارګاه وباسي.
ځايي خلکو هم د دغه ښوونځي د تړل کېدو په اړه رسنیو ته ویلي دي، چې:
«په داسې حال کې چې دولتي ځواکونه د امنیت او د پوهنې د بیارغونې ژمنې کوي، خو دا مهال یې په سیمه کې د ښوونځي دروازه د زدکوونکو پر مخ تړلې ده، چې له کبله یې سلګونه تنه زدکوونکي له زدکړې بې برخې شوي دي.۷
ځایي خلکو له دولتي چارواکو څخه د یاد ښوونځي د بېرته پرانیستو غوښتنه کړې ده.
مګر د لوګر ولایت د ملي اردو چارواکو د یاد ښوونځي د تړل کېدو په اړه له مالوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د یادولو ده، چې په لوګر ولایت کې ۳۰۵ ښوونیز مرکزونه فعال دي، چې ۱۴۰ زدکوونکي پکې زدکړې کوي.



