د افغانستان د موجوده حکومت نه د ولس د نارضايتۍ کچه په زياتيدو ده

ع. اسدخیل

د امریکا د متحده ایالاتو د نشراتي بورد BBG د مدیره هیت او د گلوپ شرکت په یوې سروی کې څرگنده شوې چی د افغانستان خلک په سلو کې ٨١ په نسبي او یا بشپړه توگه د ملي وحدت د حکومت له اجرااتو څخه ناراضه دي. د دې سروی په بنسټ یواځې په سلو کې ١٧ کسانو د دې حکومت له اجرااتو څخه تر یوه حده او یا بشپړ ملاتړ کړی دی.
دغه سروی د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې تیر کال د اکتوبر د میاشتې د ٢٧ څخه د نومبر تر اتلسمې پورې د ۲٠۰۰ افغانانو سره د مرکو په بنسټ ترسره شوې ده.
د ملي وحدت د حکومت د دوو مشرانو په پرتله کولو کې د ملي وحدت د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه د نارضایتۍ کچه د جمهور رئیس محمد اشرف غني په پرتله زیاته ده.
د دې سروی د گډون کوونکو شاوخوا ۷۶ فیصده کسان د جمهور رئیس غني له اجرااتو او ۸۶ فیصده کسان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له اجرااتو نارضه دي.
ښاغلي عبدالله پخپله هم په تیر مني کې د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په مرکه کې اعتراف کړی چې “امنیت هغه ډول چې خلکو غوښته نه دی تامین شوی، خلک حق لري چې ناراضه اوسي”.
د نارضایتۍ په کچه کې د افغانستان د جغرافیې او قومي جوړښت ټول اړخونه شامل دي.
د افغانانو دغه ژوره نارضایتي د ٢٠١۴ کال د جمهوري ریاست د کړکیچنو انتخاباتو وروسته د هغوی د هیلو د نه پوره کیدو څخه سرچینه اخلي کله چې جمهور رئیس غني او ډاکتر عبدالله واکمن شول خلكو ته د راتلونکې په اړه ستره هیله پیدا شوه چې ګوندې حالات به بدل شي خو هیڅ هم بدل نه شول او خلکو امیدونه له خاورو سره خاورې شول.”
د ملي وحدت په حکومت کې تر ډیره حده د مقرریو پر سر دواړه اړخونه سره ښکر په ښکر شول نو ځکه حکومتي اصل کار معطل شو نو ځکه د خلکو په ورځني ژوند کې دومره بدلون رانغی.” خو د محبوبیت د نه لرلو سره سره به دغه د زور او تزویر حکومت د زور زور او تزویر په واسطه پایښت وکړي ځکه چې جمهور رئیس کرزی هم څه د پاسه لس کاله واکمن و که څه هم چې د هغه څخه خلک خوښ نه و خو د خپلو بهرنیو دوستانو د ټوپک په زور یې د ولس د پاسه خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړی و.
په دې سروی کې د موجودو ټکو څخه یو یې د تیر یو کال سره د افغانانو د ژوند د اوسني حالت پرتله کول او په راتلونکي یو کال کې د هغوی غوښتنې دي.
دا نظر پوښتنه ښي چې په سلو کې ۶۹ افغانانو د خپل ژوند اوسنی حالت د تیر یو کال په پرتله تر یوه حده او یا ډیر خراب گڼلی دی، په دې اړه یواځې د ډیرو لږو گډون کوونکو نظر مثبت و .

نژدې په سلو کې ۴۶ افغانانو ویلي دي چې د ژوند بشپړه وضیعت به یې په راتلونکو ١٢ میاشتو کې تر یوه حده او یا ډیر خراب شي. څه د پاسه ٢۴ فیصده گډون کوونکو په راتلونکي یو کال کې د خپل ژوند د ښه کیدو په هکله خوشبیني څرگنده کړې او ٣٠ فیصده نور یې وایي هیڅ نه پوهیږي چې څه به وشي ځکه چې د افغانستان راتلونکی حالت، موجوده حکومت ته په کتو سره ډېر تیاره معلومیږی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button