د نورستان د یو شمېر ولسوالیو د سقوط اندېښنې را پیدا شوي

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یوې دولتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې د نورستان یو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
دغې سرچینې ویلي دي، چې د نورستان په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو تشکیلات ډېر کم دي، او د طالبانو حضور ورځ تر بلې په پراخېدو دی، چې له کبله یې یو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
سرچینې وویل:
«طالبان له کونړ او نورو سیمو څخه خپل ځواکونه نورستان ته را اړوي، او حضور یې ورځ تر بلې په پراخېدو دی، خو د امنیتي ځواکونو شمېره پکې ډېره کمه ده، د بېلګې په توګه لکه دوآب، وایګل او برګمټال ولسوالۍ چې چارواکي یې پر سقوط ډاریږي.»
سرچینې همدا راز وویل، چې درې ورځې وړانې د نورستان دوآب ولسوالۍ د ډېرو کمو طالبانو له لورې محاصره کړی شوه، خو امنیتي ځواکونو د خپلې شمېرې د کمښت له کبله د دغه ولسوالۍ پر سقوط وډار شول.
ځايي اوسېدونکي هم وايي، چې په نورستان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کمې شمېرې له کبله به د دغه ولایت ډېرې ولسوالۍ د سقوط سره مخ شي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال دانش رسنیو ته وویل، چې په نورستان ولایت کې امنیتي ګواښونو ته په کتو کافي پولیس لري.
دوی وايي، که په نورستان ولایت کې نورو امنیتي ځواکونو ته اړتیا ولیدل شوه، نو دوی به یې ور ولېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button