چهارچینو ولسوالۍ مرکز ته نږدې طالبانو لس پوستې نیولي

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت له چهارچینو ولسوالۍ څخه په ور کړل شوي خبر کې راغلي دي، چې طالبان دا مهال د دغه ولسوالۍ مرکز ته نږدې په جګړو بوخت دي، او غواړي چې دغه ولسوالۍ تر خپل واک لاندې راولي.
خبر وايي، چې تېره شپه د دغه ولسوالۍ مرکز ته نږدې په ریګکه او توغي بند سیمو کې پر امنیتي پوستو طالبانو بریدونه وکړل، چې له کبله یې لس امنیتي پوستو سقوط وکړ، او ۷ عسکر ووژل شول.
څو ورځې وړاندې هم د روزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قومندان ولي داد رسنیو ته وویل، چې طالبانو د دغه ولسوالۍ ټولې لارې، ټلیفوني شبکې تړلي دي، که په خپل وخت ورته مرسته ونه رسول شي، نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
همدا راز پرون هم په دغه ولسوالۍ کې د جګړې خبرونه ور کړل شوي وو.
مګر مرکزي دولت د امنیه قومندان خبرداري ته هېڅ توجه ورنه کړه، چې له کبله یې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو زور نیولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button